د افغانستان او ايرلينډ ترمنځ د کرکټ لړۍ دوه دوه مساوي شوه

20 کب 1397 چنار راډیو

کابل (٢٠ کب ٩٧) : د افغانستان او ايرلينډ ترمنځ د کرکټ د يو ورځنيو نړيوالو پنځو لوبو لړۍ له دوه دوه لوبو سره مساوي پاى ته ورسېده.
تر دې مخکې د شل اووريزو لوبو لړۍ افغانستان ګټلې وه.
ددغو لوبو د لړۍ لومړۍ دوه لوبې افغانستان او يوه ايرلينډ ګټلې وه او يوه لوبه د باران له امله بې پايلې پاى ته رسېدلې وه.
پرون د هندوستان دهرادن ښار کې د دواړو هېوادونو ترمنځ پنځمه او وروستۍ يوه ورځنۍ لوبه ترسره شوه، ددغې لوبې پچه ايرلينډ وګټله او لومړى يې افغانستان ته د توپوهنې بلنه ورکړه.
د افغانستان توپوهونکو يوځل بيا سمه لوبه پيل نه کړه او په ٨٠ منډو يې پنځه مهم لوبغاړي وسوځېدل، خو ورپسې اصغر افغان، محمد نبي او راشد خان ښه لوبه وکړه او د افغانستان منډې يې ٢١٦ ته ورسولې.
د کرکټ د ملي لوبډلې له لوري اصغر افغان ٨٢، محمد نبي ٤٠ او راشد خان ٣٥ منډې جوړې کړې.
د ايرلينډ لوبډلې ياد هدف په ډېرې اسانۍ سره ترسره او لوبه يې وګټله، له دغې بريا سره ايرلينډ هم دوه لوبې وګټلې او افغانستان هم له دوو لوبو ګټلو سره د پنځو لوبو لړۍ دوه دوه برابر شوه.
ددغو سياليو کپ ايرلينډ ته ورکړل شو.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.