افغانستان له ایرلینډه درې پرله پسې شل اووریزې لوبې د ریکارډونو په جوړولو وګټلې

06 کب 1397 چنار راډیو

کابل (٦ کب ٩٧): افغانستان له ايرلينډ څخه د شل اووريزو لوبو لړۍ د ریکارډونو په جوړولو سره درې پر صفر وګټله.
د دواړو هېوادونو ترمنځ درېيمه او وروستۍ لوبه پرون د هندوستان په دهرادن ښار کې ترسره شوه، د دې لوبې پچه افغانستان وګټله او لومړى يې په خپله د توپوهنې پرېکړه وکړه.
افغانستان په ټاکل شوو ٢٠ اورونو کې د ٧ لوبغاړو په سوځېدو سره ٢١٠ منډې جوړې کړې او ايرلينډ ته يې د ٢١١ منډو هدف ورکړ.
د ملي لوبډلې له لوري دغه ځل محمد نبي ښه وځلېد او د اوو شپږيزو پر مټ يې يواځې په ٣٦ توپونو ٨١ تېزې منډې جوړې کړې. دغه راز حضرت الله ځاځي ٣١، اصغر افغان ٢٠، نجيب ترکي ١٧، عثمان غني ١٣، نجيب ځدراڼ او شفيق الله شفق ١٢، ١٢ منډې جوړې کړې.
د ايرلينډ لوبډلې که څه هم تېزه لوبه پيل کړې وه، خو توپ اچونې ته د راشد خان په راتلو سره د هغوى د منډو جوړولو مخه ونيول شوه او لوبغاړي يې په پرله پسې توګه د راشد خان له خوا وسوځول شول.
راشد خان په دې لوبه کې د ايرلينډ پنځه لوبغاړي وسوځول چې يو په کې هيټريک هم و، يعنې څلور لوبغاړي يې په څلورو توپونو پرله پسې وسوځول چې دا په خپله يو نړيوال ريکارډ و.
د ايرلينډ لوبډلې په شل اوورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو سره ١٧٨ منډې جوړې کړې او دغه راز افغانستان د الوبه د ٣٢ منډو په توپير سره وګټله.
محمد نبي د دې لوبې غوره لوبغاړى اعلان شو.
له دې مخکې افغانستان په لومړيو دوو شل اووريزو لوبو کې هم ايرلينډ ته ماتې ورکړې وه.
په دويمه شل اووريزه لوبه کې د حضرت ځاځي د ښې لوبې له امله افغانستان درې نړيوال ريکارډونه جوړ کړل.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.