روهېت شرما د سېواګ ریکارډ مات کړ

09 سلواغه 1397 سمیع الله درانی ابدالي

هندوستان د نیوزیلېنډ خلاف دریمه لوبه هم په ریکارډ بدله کړه.

هندۍ لوبډلې د نیوزیلېنډ د پنځه یو ورځنیو لوبو لوبلړۍ درې د صفر پر وړاندې مخته یوړه.

لومړۍ یو ورځنۍ لوبه چې د چهارشنبې په ورځ ترسره شوه، دا لوبه هندوستان د باراني اصولو له مخې په ۸ وېکټو وګټله.

دوهمه یو ورځنۍ لوبه هند په ۹۰ منډو وګټله او دریمه یو ورځنۍ لوبه هند په ۷ وېکټو وګټله.

په دغې لوبه کې ویرات کولي ۶۰ او روهېت شرما ۶۲ منډې وکړې.

 

 

لومړی ریکارډ
دا لومړی ځل دی چې هندۍ لوبډله په نیوزیلېنډ کې له نیوزیلېنډ څخه درې یو ورځنۍ لوبې په پرله پسې ډول ګټي او په دې ډول دا د ۲۰۰۹ کال راهیسې لومړی سیریز دی، چې هند یې په نیوزیلېنډ کې له کوربه لوبډلې ګټي.

دوهمه خبره دا ده، دا لومړی ځل دی، چې له ۲۰۱۴ کال راهیسې نیوزیلېنډۍ لوبډله په کور دننه سیریز بایلي.

۲۰۱۳ م کال کې سهیلي افریقا له نیوزیلېنډ څخه درې پر له پسې لوبې ګټلې وې.

۲۰۱۰ م کال کې نیوزیلېنډ، اسټرالیا ته درې د صفر پر وړاندې ماته ورکړې وه.

 

روهېت شرما او ویرات کولي یو قدم مخکې ولاړل
دا شپاړسمه سلیزه ده، چې روهېت شرما او ویرات کولي یې په ګډې ملګرتیا سره د هندوستان لپاره جوړوي، دواړو یوه سلیزه ملګرتیا وکړه او نیوزیلېنډ ته یې په ۷ وېکټو ماته ورکړه.

ادم ګېل کرېسټ او متیوهایډن د اسټرالیا لپاره ۱۶ سلیزې ملګرتیاوې په یو ورځنیو لوبو کې کړې وې، سچېن ټېنډولکر او ګنګولي ۲۶ سېنچریانې یا سلیزې په ګډه سره وهلې وې، سېنګا کارا او ټیلي کرټني دېلشن بیا ۲۰ سلیزې په ګډه جوړې کړي دي.
یعنې دغو لوبغاړو په یوه وېکټ سلیزې جوړې کړي او جوړه لوبغاړو جمع یا پلس نیمه سلیزې وهلي دي، چې دواړو مجموعا کې سلیزه جوړې کړې ده.

روهېت شرما له ډوني سره مساوي او له سېواګ څخه مخکې شو


روهېت شرما په یو ورځنیو لوبوکې ۲۱۵ شپږیزې وهلي دي، ایم ایس ډوني بیا د نړۍ د یوولس کسیزې لوبډلې په ګډون لوبو کې ۲۲۲ شپږیزې وهلي دي؛ خو روهېت شرما بیا یواځې د هند لپاره لوبو کې ۲۱۵ شپږیزې وهلي، چې په دې ډول ډوني هم د نړۍ د یوولس کسیزې لوبډلې په ګټه له لوبو پرته ۲۱۵ شپږیزې وهلي دي په دې ډول ډوني او روهېت شرما سره په یو ورځنیو لوبو شپږیزو کې مساوي شول؛ خو ډوني بیا ۳۷ کاله عمر لري او روهېت شرما لا ځوان دی او کولای شي نورې شپږیزې ووهي او ډوني وروسته کړي.

 

روهېت شرما د نیوزیلېنډ خلاف یو ورځنیو لوبو کې ۱۸ شپږیزې وهلي دي، چې د نورو هندي لوبغاړو په پرتله زیاتې شپږیزې دي او د هندي لوبغاړو په منځ کې یې لومړی ریکارډ ثبت کړ.

سېواګ د نیوزیلېنډ خلاف په یو ورځنیو لوبوکې ۱۶ شپږیزې وهلي دي او په دې ډول روهېت شرما له سېواګ وړاندې شو.

د هندوستان څوکه یا سپېن توپ اچوونکو حال
کولډیپ یداف چې کیڼ لاسی لېګ برېک چینامېن توپ اچوونکی دی په ۵۹ لوبوکې یې د یو ورځنیو لوبو سل وېکټې پوره کړې.

چهل بیا په ۴۲ لوبو کې سل وېکټې پوره کړي.

د روهېت شرما اوټ کېدل
له ۲۰۱۲ کال څخه را په دېخوا روهېت شرما د نیوزیلېنډ خلاف دوه ځلې سټمپ اوټ شوی دی.

 

۲۰۱۰ کال کې روهېت شرما د سریلانکا خلاف سټمپ شوی و، روهېت شرما د ۲۰۱۰ کال راهیسې پنځه ځلې سټمپ شوی دی، درې ځلې شل اوریزو لوبو کې او دوه ځلې یو ورځنیو.

پرونۍ لوبه کې هم د مېچل سنټنر په توپ د لېتم له خوا سټمپ شو.

روهېټ شرما لسم هندی توپ وهونکی شو، چې په ۲۶۰ یو ورځنیو لوبوکې ۱۰ زره منډې پوره کوي.

راس ټایلر بیا د نیوزیلېنډ لپاره پنځم لوبغاړی شو، چې ۱۰ زره منډې یې پوره کړې.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.