د افغانستان د بدن د ښکلا نړیوال اتل احمد یاسین سالک قادري پرون شپه د ګلوبل کلاسیک په نړیوالو سیالیو کې هم اتلولي وګټله.
د ګلوبل کلاسیک ۲۰۱۸ کال سیالۍ پرون او وړمه ورځ د چین په مکاو ټاپو وزمه کې وشوې.
دا لوبې د بدن د ښکلا د نړیوال فدراسیون لهخوا ترسره شوې.
احمد یاسین سالک قادري د لوبې تر ګټلو وروسته په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې دا اتلولي د کندهار د پخواني امنیه قوماندان ستر پاسوال عبدالرازق اڅکزي روح او کورنۍ ته ډالۍ کوي.
یاسین قادري تېر ۲۰۱۷ میلادي کال په مغولستان هېواد کې د نړۍ د اماتور سیالیو اتلولي هم ګټلې وه.