د جمع په ورځ د کریکټ نړیوالې شورا په ناسته کې د کریکټ نړیوال شل اوریز جام نوم چې پخوا ICC World T20 ) ای سي سي نړیوال شل اوریزه ) یادیده،
اوس يې دICC T20 World Cup ) ) د ای سي سي شل اوریزنړیوال جام اعلان کړ چې له دې وروسته به ترهمدې نوم لاندې تر سره کیږي. واګن پر خپل ټېوټر لیکلي دا مې د کال تر ټولو ښه خبر واریده،دا رښتیا هم ماته لمسونکی خبردی.یو غټ بدلون. د واګن له دې خبرو داسې جوتیږي چې نومړي د کریکټ نړیوالې شورا دغه د نوم بدلونې پرېکړه مسخره او عادي خبره ګڼلې او د نوموړي له دې ټېواټ څخه داسې محسوسیږي چې کریکټ نیړواه شورا دې د نوم د بدلولو پر ځای د نړیوالو لوبو پر ښه والي او تخنیکي اړخ باندې کار وکړي. د نومړي له دغه ټيوټ پوسټ څخه یو سوال دا پیدا کیږي چې ای ای سي سي یوازې د دغه ټورنمېنټ د نوم پر بدلولو فکر کړی که په لوبو کې به هم کوم بدلون رامنځ ته شي؟