ولسمشر د کرکټ پخواني مشر ته مډال او ملي لوبغاړو ته نغدي جايزې ورکړې

08 تله 1397 چنار راډيو

کابل (٨ تله ٩٧) : ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان د کرکټ بورډ مخکېني عمومي ريیس ته د غازي میرمسجدي خان دولتي مډال او لوبغاړو ته نغدي جایزې ورکړې.
له ارګ څخه د تلې په ٨ مه، رسنیو ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر غني پرون ماښام د کرکټ بورډ مخکېني عمومي رئیس شکرالله عاطف مشعل په ګډون د کرکټ بورډ نوي مشر او ملي لوبغاړو سره وليدل.
سرچينې زياته کړې، چې ولسمشر د کرکټ بورډ پخواني مشر عاطف مشعل ته د غازي میر مسجدي خان دولتي مډال او د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړو ته نعدي جایزې ورکړې.
د افغانستان د کرکټ بورډ نوي عمومي ريیس عزیزالله فضلي د ولسمشر له باور څخه په مننې وویل، د لوبغاړو د وړتیاو لوړولو ترڅنګ به هغوی ته لا ښې زمینې برابرې کړي،چې په راتلونکي کې لا ډېرې بریاوې او لاسته راوړنې ولري.
هغه زياته کړه، چې د ۲۰۱۹ کال د نړیوال جام سیالیو ته پوره چمتووالی لري او په دې برخه کې به خپلې هڅې لا چټکې کړي.
د کرکټ د ملي لوبډلې مشر اصغر افغان کرکټ او لوبغاړو ته د ولسمشر د همېشنۍ پاملرنې  او د دغې ادارې د مسوولینو څخه مننه وکړه او وې ویل، ستاسو د پاملرنې له برکته لوبغاړو داسې لوبه وکړه، چې د هیوادوالو تر څنګ یې د نړیوالو پام هم ور واړاوه.
ورپسې د ولسمشر فرهنګي سلاکار اسدالله غضنفر د افغانستان د کرکټ بورډ مخکېني عمومي ريیس شکرالله عاطف مشعل ته د غازي میرمسجدي خان دولتي مډال د ورکړې په اړه د جمهور رئیس فرمان ولوست.
ولسمشر غني لوبغاړو ته د مبارکۍ ترڅنګ وویل : ((د ټولو تبصرې دا وې چې افغان لوبغاړو د افغانانو زړونه وګټل. زه او ټول افغانان پر تاسو ویاړو.))
هغه زیاته کړه، له هغه هندي ماشوم سره چې ژړل یې ستاسو عکسونه ستاسو د عالي اخلاقو ښکارندويي کوي او هندیانو هم وویل چې د هند او افغانستان دوستي دایمي ده.
ولسمشر غني لوبغاړو ته په خطاب کې وویل،  تاسو واقعي نظم او ډسپلین لرئ. اتفاق او ټیمي کار مو هم بېساری دی، ځکه په دقت لوبه او کار کوئ. ستاسو په اخلاقو ویاړم او تاسې د افغانستان واقعي سفیران یاست.
اشرف غني د کرکټ بورډ نوي رييس عزیزالله فضلي ته د مبارکۍ ترڅنګ د لا ښو خدمتونو هیله وکړه. هغه زیاته کړه، د کرکټ د ملي لوبډلې د اتلولیو او لا ښو لاسته راوړنو لپاره به ټول لازم امکانات برابر کړي.
محمد اشرف غني لوبغاړو ته په خطاب کې وویل، د هند لومړی وزیر نریندرا مودي ستاسو ټینګ ملاتړی دی. په وروستۍ لیدنه کې یې راته وویل، د کرکټ افغان لوبغاړو سره اوس ډېرې هندي کورنۍ بلدې دي او د ښو بریاو له امله ورته چکچکې کوي. جمهور رئیس د کرکټ د ملي لوبډلې لوبغاړو ته د اتلولیو او لا ښو بریاو هیله وکړه.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.