افغانستان د ١٩ کلنو اسيايي جام سياليو کې اماراتو ته ماتې ورکړه

08 تله 1397 چنار راډيو

کابل (٧ تله ٩٧) : افغانستان د کرکټ د ١٩ کلنو لوبډلو اسيايي جام سياليو په خپله لومړۍ لوبه کې متحده عربي اماراتو ته ماتې ورکړه.
د اسيا د غوره اتو ١٩ کلنو لوبډلو ترمنځ پنځوس اووريزې سيالۍ د تلې په ٧مه، په بنګله دېش کې پيل شوې چې په کې دافغانستان، پاکستان، هندوستان، بنګله دېش، نيپال، متحده عربي امارات او هانګ کانګ لوبډلو برخه اخيستې ده.
دا لوبډلې په دوو ګروپونو کې وېشل شوې دي، افغانستان، هندوستان، نيپال او متحده عربي امارات په الف، بنګله دېش، هانګ کانګ، پاکستان او سريلانکا په ب ګروپ کې دي.
افغانستان نن خپله لومړۍ لوبه له متحده عربي اماراتو سره ترسره کړه او د پنځو ويکټو په توپير سره يې وګټله.
د کرکټ د ١٩ کلنو ملي لوبډلې پچه وګټله او لومړى يې د توپ اچونې پرېکړه وکړه، د اماراتو لوبـډله په ١٣٩ منډو وسوځېده او افغانستان ته يې د  ١٤٠ منډو هدف ورکړ.
د افغانستان له لوري قيس احمد د اماراتو څلور لوبغاړي وسوځول.
دافغانستان ١٩ کلنو لوبډلې ياد هدف په ډېرې اسانۍ سره په اووه  ويشتم اوور کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره ترلاسه او لوبه يې وګټله.
د ١٩ کلنو ملي لوبډلې له لوري عظمت الله عمرزي ناسوځېدلې ٥٠ منډې جوړې کړې او د لوبې غوره لوبغاړى اعلان شو.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.