د پاکستان کرکټ بورډ خپل اووه لوبغاړي په افغان غوره ليګ کې له لوبېدو منعه کړل 

کابل (٢ تله ٩٧): د پاکستان کرکټ بورډ خپل اووه لوبغاړي د افغانستان په غوره ليګ کې له لوبېدو منعه کړي دي.
د افغانستان غوره ليګ چې ټاکل شوې د راتلونکي اکتوبر مياشتې له پنځمې تر ٢٠مې پورې په متحده عربي امارتو کې ترسره شي، څه موده مخکې يې د لوبغاړو اخيستلو پروګرام ترسره شول.
د افغان غوره ليګ د لوبډلو له خوا د نورو هېوادونو تر څنګ د پاکستان اته لوبغاړي هم په لوړ امتياز واخيستل شول.
 د پاکستان کرکټ بورډ ويلي، يواځې هغه لوبغاړي په افغان غوره ليګ کې لوبېدلى شي چې له کرکټ څخه تقاعد شوي دي.
په يادو اتو پاکستاني لوبغاړو کې يواځې شاهد افريدى تقاعد شوى او نور يې برحاله لوبغاړي دي.
په دې لوبغاړو کې وهاب رياض، سهيل تنوير، محمد عرفان، فهيم اشرف، محمد حفيظ، کامران اکمرل او افتخار احمد شامل دي چې د بېلابېلو لوبـډلو له خوا اخيستل شوي وو.
د پاکستان کرکټ بورډ د دغه کار لامل نه دى په ډاګه کړى.
تر اوسه د افغانستان کرکټ بورډ يا افغان غوره ليګ له خوا په دې اړه څه غبرګون نه ښودل شوى.
د کرکټ لوبې کارپوه او د لوبه سپورتي موسسې مشر رحيم ګل څاروان وايي چې د پاکستاني لوبغاړو نه شتون پر افغان غوره ليګ کوم منفي اغېز نه کوي.
هغه  وويل چې اوس به د دوى پر ځاى نوي پياوړي افغان او د نورو هېوادونو لوبغاړي واخيستل شي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.