افغانستان سريلانکا ته په ماتې ورکولو د اسيا جام دويم پړاو ته لار پيدا کړه

کابل (٢٧ وږى ٩٧): افغانستان د کرکټ اسيايي جام سياليو خپلې لومړۍ لوبه کې سريلانکا ته په ماتې ورکولو سره د دې سياليو دويم پړاو ته لار پيدا کړه.
د افغانستان، پاکستان، هندوستان، سريلانکا، بنګله دېش او هانګ کانګ په ګډون د اسيا پنځوس اووريز جام سيالۍ د وږي په ٢٥مه په متحده عربي اماراتو کې پيل شوې دي.
افغانستان له سريلانکا او بنګله دېش سره په ب ګروپ کى دى او خپله لومړۍ لوبه يې پرون له سريلانکا سره وکړه.
د دې لوبې پچه افغانستان وګټله او لومړى يې د توپوهنې پرېکړه وکړه.
د افغانستان لومړنيو لوبغاړو شهزاد محمدي او احسان جنت ښه پيل وکړ او تر پنځوسو زياتې منډې يې جوړې کړې.
په ٣٤ منډو د شهزاد تر سوځېدو وروسته رحمت شاه او احسان الله جنت د افغانستان منډې تر سلو واړولې، جنت هم په ٤٥ منډو وسوځېد، ورپسې لوبډلمشر اصغر افغان په يوه منډه، محمد نبي ١٥ او نجيب ځدراڼ په ١٢ منډو وسوځېدل.
خو د حشمت الله شهيدي او رحمت شاه د ښې ملګرتيا له امله افغانستان وکولى شول چې په ٥٠ اورونو کې ٢٤٩ منډې جوړې کړې او سريلانکا ته یې د ٢٥٠ منډو هدف ورکړ.
رحمت شاه ٧٢ او شهيدي ٣٧ منډې جوړې کړې.
د سريلانکا لوبډلې کله چې د دغه هدف ترلاسه کولو لوبه پيل کړه؛ نو په لومړي اوور کې د نجيب ځدراڼ له خوا يې يو لوبغاړى وسوځول شو.
ورپسې د راشد، نبي او ګلبدين نايب  د ښې توپ اچونې له امله د سريلانکا ټوله لوبډله دوه څلوېښتم اوور کې په ١٥٨ منډو وسوځېده او دغه راز دا لوبه یې د ٩۱ منډو په توپير وګټله.
راشد، نبي، ګلبدين او نجيب ځدراڼ دوه دوه لوبغاړي وسوځول. رحمت شاه د دې لوبې غوره لوبغاړى اعلان شو.
له دې بريا سره افغانستان نېغ په نېغه دويم پړاو ته لار پيدا کړه.
افغانستان به د خپل ګروپ دويمه لوبه د وږي په ٢٩مه له بنګله دېش سره کوي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.