د فوټبال ١٦ کلنه ملي لوبډله قطر ته ولاړه

کابل (٢٠ وږى ٩٧): د فوټبال ١٦ کلنه ملي لوبډله د اسيايي جام سياليو لپاره د تمريناتو په موخه قطر ته ولاړه.
د دې لوبډلې مشر روزونکي هادي کاظمي د وږي په ٢٠مه وويل چې دوى به په قطر کې د اسيايي جام سياليو لپاره تمرينات ترسره کړي.
هغه زياته کړه، د دې تر څنګ به هلته ځينې تمريناتي او دوستانه سيالۍ هم وکړي او بيا به په اسيايي جام کې د ګډون لپاره ماليزيا ته ولاړ شي.
د کاظمي په وينا، دوى له سياليو درې ورځې مخکې ماليزيا ته رسېږي او هلته به هم تمريناتي او دوستانه لوبې ترسره شي.
دى وايي، دا سيالۍ چې د وږي په ٣١مه پيلېږي، افغانستان په دال ګروپ کې له عراق، سوېلي کوريا او استراليا سره لوبې کوي.
د ١٦کلنې لوبډلې مشر روزونکي هادي کاظمي وايي چې دوى په کابل کې هم ددغو سياليو لپاره ډېر تمرينات کړي او له بشپړ چمتووالي سره روان شوي دي.
هغه هيله څرګنده کړه چې دوى به د دغو سياليو په څلورو غوره لوبډلو کې ځاى موندلو سره اسيايي جام ته لاره پيدا کړي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.