د اماراتو کرکټ بورډ په دوبۍ کې د افغان ليګ سياليو ترسره کېدل منظور کړل

07 چنګاښ 1397

کابل (٦ چنګاښ ٩٧): د اماراتو کرکټ بورډ ادارې په دغه هېواد کې د افغان غوره ليګ شل اووريزو سياليو ترسره کېدل منظور کړل.
د افغانستان کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د چنګاښ په ٦مه وويل چې د اماراتو کرکټ بورډ د کرکټ نړيوالې شورا ته په استول شوي لیک کې ويلي، چې دوی په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان غوره ليګ (APL) سیالیو له ترسره کېدو سره موافق دي.
د هغه په وينا، د اماراتو کرکټ بورډ ویلي چې د کرکټ د نړيوالې شورا تر منظورۍ وروسته به د ۲۰۱۸ زېږديز کال د اکتوبر په میاشت کې دغه سيالۍ په اماراتو کې پيل شي.
افغان پريميرلیګ (APL) د افغانستان کرکټ بورډ سوداګريزې شل اووریزه سيالۍ دي چې تړون يې د روان ۲۰۱۸ زېږديز کال په جنورۍ میاشت کې له يوې هندي کمپنۍ سره لاسلیک شو.
د ليګ په لومړي پړاو کې پنځه لوبډلې دي چې د دواطلبۍ پر اساس به ګټونکو کمپنیو ته ورکړل شي او د اکتوبر میاشتې له ۵مې به تر ۲۳مې نېټې پورې دوام وکړي چې د افغان لوبغاړو ترڅنګ به نړيوال لوبغاړي هم په کې ولوبول شي.
د  افغانستان کرکټ بورډ او د هند د ټي سي ایم تر منځ  د ۲۰۱۸م کال په اپریل میاشت کې يو بل تړون لاسلیک شو چې له مخې به یې ټي سي ایم د افغانستان کرکټ بورډ سره د اې پي ایل لپاره د تطبیقوونکې کمپنۍ په توګه کار کوي.
د يادونې ده چې په اکتوبر مياشت کې په متحده عربي اماراتو کې د پاکستان کرکټ ملي لوبـډله سيالۍ لري.
د نورو هېوادونو لوبډلې د ناامنيو له امله پاکستان ته نه ځي او پاکستان خپلې کوربه سيالۍ په اماراتو کې ترسره کوي.
د پاکستان کرکټ بورډ څو ورځې مخکې د اماراتو کرکټ بورډ څخه غوښتي وو چې په اکتوبر کې د افغان غوره ليګ سياليو ترسره کېدو ته اجازه ورنه کړي او يا دې نورې نېټې ورته وټاکي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.