راشد خان او شینواري افغانستان ته دبنګله دیش پر وړاندې دریمه لوبه هم وګټله

18 غبرګولی 1397

کابل (،۱۷ غببرګولی ۹۷ ) : افغانستان د کرکټ په درزیمه شل اووریزه کې هم بنګله دیش ته په ماتې ورکولو سره ددریو لوبو لړۍ درې پر صفر وګټله.
د افغانستان په کوربه توب ددواړو هیوادونو ترمنځ د درېیو شل اووریزو لوبه  دریمه لوبه هم نن د هندوستان په دهرادن ښار کې ترسره شوه.
د افغانستان لوبډلې لومړی توپوهنه وکړه او د نورو پر خلاف یې توپ وهونکو خرابه لوبه وکړه او په ۲۰ اورونو کې یې د ۶ لوبغاړو په سوځیدلو ۱۴۵ منډې جوړې کړې، دافغانستان له لوري سمیع الله شینواري ۳۳  د پام وړ منډې جوړې کړې.
د بنګله دیش لوبډلې په ۲۰ اورونو کې ۱۴۴ منډې جوړې کړې.
په وروستیو اورونو کې بنګله دیش ته ۳۰ منډې پکار وې، خو پر افغان توپ اچوونکی کریم جنت ۲۱ منډې واخیستل شوې او د بنګله دیش چانس د ګټلو زیات شو، خو په وروستي اوور کې راشد خان ښه توپ اچوونه وکړه اوافغانستان ته یې بریا ورپه برخه کړه.
راشد خان ددې دریو سیالیو غوره لوبغاړی اعلان شو.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.