هند نورو افغان لوبغاړو ته په "اى پي اېل" سياليو کې چانس ورکوي

09 غبرګولی 1397

کابل (٩ غبرګولى ٩٧) : د هندوستان د کرکټ ادارې ژمنه وکړه چې افغانستان سره په نورو برخو کې د همکاريو ترڅنګ به راتلونکي کې د دغه هېواد په تجارتي سياليو کې نورو افغان لوبغاړو ته هم چانس ورکړي.
دغه څرګندونې د هندوستان د کرکټ د کنټرول ادارې (بي سي سي اى) سرپرست سکرتر جنرال اميتاب چوهدري چې پرون په رسمي سفر کابل ته راغلى و، نن د غبرګولي په ٩مه د افغانستان کرکټ بورډ مشر سره په ګډ خبري کنفرانس کې وکړې.
هغه زياته کړه، افغان لوبغاړو په اى پي اېل سياليو کې ښه وړتيا وښوده او د خپل هېواد ښه استازيتوب يې وکړ.
ده ژمنه وکړه چې په راتلونکي کې به نورو افغان لوبغاړو ته هم د دغه هېواد په سوداګريزو اى پي اېل شل اووريزو سياليو کې چانس ورکړي.
چوهدري د افغانستان او هندوستان راتلونکې تاريخي ټسټ لوبې ته په اشارې سره وويل چې دواړه پياوړې لوبډلې دي او ښه لوبه به ترسره شي.
نوموړي د افغان لوبډلې ستاينه وکړه او ويې ويل چې په دې وروستيو کې يې ډېر پرمختګونه کړي دي.
د هند د کرکټ ادارې دغه چارواکي ژمنه وکړه چې په راتلونکي کې به د هند ملي لوبډله هم د سياليو لپاره افغانستان ته سفر وکړي.
د افغانستان د کرکټ بورډ عمومي رييس عاطف مشعل د چوهدري د راتګ د هرکلي ترڅنګ وويل چې دا د دواړو هېوادونو د ښو اړيکو يوه بېلګه ده.
نوموړي زياته کړه، له اميتاب چوهدري سره يې د کرکټ په بېلابېلو برخو کې د همکاريو پر زياتولو خبرې وکړې.
د هغه په وينا، د هند د کرکټ ادارې راتلونکې مياشت د دواړو هېوادونو ترمنځ د لومړۍ ټسټ لوبې د نندارې لپاره افغان ولسمشر اشرف غني ته بلنه ورکړه.  
بلخوا د افغانستان او هندوستان د کرکټ ادارو ترمنځ ناسته وشوه چې په کې د افغانستان او هندوستان ترمنځ د راتلونکې تاريخي ټيسټ لوبې او د ياد هېواد له لوري افغانستان ته د نوي لوبغالي په ورکړې خبرې وشوې.
دغه راز په دې ناسته کې پرېکړه وشوه، هغه نړيوالې کرکټ لوبډلې چې هندوستان سره د لوبو په موخه ياد هېواد ته راځي، افغانستان سره به تمريناتي لوبې ترسره کوي چی دا سيالۍ به د افغانستان لپاره د نړيوالو لوبو حيثيت ولري او ترڅنګ به يې دغه سيالۍ د افغان لوبغاړو په وړتيا مثبت اغېز هم ولري.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.