د ايرلينډ تر ماتې وروسته افغانستان له لسم مقامه يوولسم مقام ته شاتګ وکړ

20 ليندی 1396

کابل (٢٠ ليندۍ ٩٦) : د کرکټ نړيوالې شورا اعلان کړى چې له ايرلينډ څخه تر ماتې وروسته افغانستان له لسم مقام څخه يوولسم مقام ته شاتګ کړى دى.
د افغانستان او ايرلينډ کرکټ لوبـډلو ترمنځ ددرېيو يوه ورځنيو نړيوالو لوبو لړۍ تېره شپه د ايرلينډ په بريا پاى ته ورسېده.
د درېيمې لوبې او وروستۍ لوبې پچه افغان لوبـډلمشر اصغر ستانکزي ګټلې وه او لومړى يې د توپوهنې پرېکړه وکړه.
په درېيمه لوبه کې د احسان جنت پر ځاى نور علي ځدراڼ او د دولت ځدراڼ پر ځاى شاهپور ځدراڼ ته چانس ورکړل شوى و، خو دواړو له دې چانس څخه ګټه پورته نه کړه او پاتې راغلل.
د نور علي ځدراڼ تر سوځېدو وروسته جاوېد احمدي او رحمت شاه ښه لوبه پيل کړه، خو کله چې منډې تر ٥٠ واوښتې، لومړى جاوېد احمدي، بيا لوبډلمشر اصغر ستانکزى، ناصر جمال، ګلبدين نايب او محمد نبي هم ژر ژر وسوڅېدل او د افغانستان لوبډله تر قوي فشار لاندې راغله.
خو په وروستيو شېبو کې  د تېر په څېر راشد خان د توپ اچونې ترڅنګ په توپ وهنه کې يوځل بيا ښه وځلېد او ٤٤ منډې يې جوړې کړې، دغه راز دافغانستان ټوله لوبډله په ٤٨ اوور کې په ١٧٧ منډو وسوځېدله او ايرلينډ ته يې د ١٧٨ منډو هدف ورکړ.
افغان لوبډلمشر اصغر ستانکزى د ايرلينډ پر وړاندې په درېيواړو لوبو کې ښه ونه ځلېد، هغه په لومړۍ لوبه کې په ٢٢ توپونو ٢ منډې، په دويمه لوبه کې په ٢٣ توپونو ١٢ منډې او په درېيمه لوبه کې په ٢٤ توپونو ٥ منډې جوړې کړې.
د ايرلينډ لوبډلې ياد هدف په ډېرې اسانۍ سره په ٣٨ اوور کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو ترلاسه لوبه او لړۍ يې دواړه وګټل، د ايرلينډ له لوري سټرلينګ په زړه پورې لوبه وکړه او سليزه يې ووهله، هغه د لوبې غوره لوبغاړى اعلان شو.
شاه پورځدراڼ ته چې په دې لوبه کې د دولت ځدراڼ پر ځاى چانس ورکړل شوى و، په اوو اوورونو کې يې ٧١ منډې ورکړې او هېڅ يو لوبغاړى يې ونه سوځاوه .
د کرکټ نړيوالې شورا اعلان کړى چې د ايرلينډ پر وړاندې تر دوو پرله پسې ماتو وروسته افغانستان له لسم مقام څخه يوولسم مقام ته شاتګ کړى دى، تر دې مخکې زمبابوې لوبډله په يوولسم مقام  کې وه، اوس د هغوى نومرې له افغانستان څخه زياتې شوې،د ايرلينډ دوولسم مقام دى.
تر يادې ماتې وروسته د ټولنيزو شبکو کاروونکو پر کرکټ بورډ، ټاکنيزې کمېټې، لوبډلمشر، روزونکي او لوبغاړو کلکې نيوکې کړې دي.
د فيسبوک ډېرو کاروونکو له لوبـډلمشر اصغر ستانکزي غوښتي چې لوبډلمشري پرېږدي، ځکه چې نه د لوبـډلې سمه رهبري کولى شي او نه هم په خپله ښه لوبه کوي.
د کرکټ د چارو کارپوه ببرک عمر په فيسبوک کې ليکلي،په دې وروستيو کې ګډوډي ډېره شوې او له ولسمشر څخه يې غوښتي چې د بشپړ غړيتوب ساتلو او يو پياوړي کرکټ بورډ ملي ادارې لرلو لپاره، بايد پياوړې او مسلکي رهبري وګوماري.
هغه زياته کړې، افغانستان يوه يا دوه لوبې نه دي بايللې، بشپړ سيريز يا لړۍ يې وبايلله، چې له امله يې افغانستان له لسم څخه يوولسم مقام ته ولاړ .
نوموړي د کرکـټ بورډ پر ادارې، لوبډلمشر اصغر ستانکزي او د يو شمېر لوبغاړو پر لوبو کلکې نيوکې کړې دي.
د افغانستان کرکټ بورډ پخوانى رييس شهزاده مسعود هم د ايرلينډ پر وړاندې د افغان لوبـډلې له لوبې خوښ نه دى او زياتوي چې لوبغاړو خپل مسووليت نه دى ترسره کړى.
هغه پژواک اژانس ته وويل، د دې سياليو لپاره د لوبـډلې په انتخاب او بيا د لوبو پر مهال د ١١ لوبغاړو په ټاکلو کې تېروتنې شوې دي.
مسعود وويل،افغان توپوهونکو لکه څرنګه چې پهکار و، هغه ډول لوبه ونه کړه او افغانان يې ناهيلي کړل.
د کرکټ د چارو کارپوه او د لوبې سپورټي موسسې مشر رحيم ګل څاروان وايي، يو شمېر مهمو او مرکزي لوبغاړو خپل مسووليت ادا نه کړ.
نوموړي پژواک ته وويل،د شهزاد په نه شتون کې د اوپننګ ستونزه جدي شوې، ډېرى لوبغاړي و ازمايل شول، خو تر اوسه دا ستونزه هواره نه شوه.
څاروان د لوبډلمشر اصغر ستانکزي، محمد نبي، ګلبدين نايب پر لوبو هم کلکې نيوکې وکړې او ويې ويل چې دوى په توپوهنه کې پاتې راغلي دي.
د افغانستان کرکټ بورډ او د ملي لوبـډلې مسوولين ټول له هېواده بهر دي، ‌‌نو ځکه له هغوى څخه په نظر اخيستو ونه توانېدو .

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.