افغانستان د اماراتو پر وړاندې ٥١٠ منډې جوړې کړې

10 ليندی 1396

کابل (٩ ليندۍ ٩٦) : د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د اصغر ستانکزي، احسان جنت او رحمت شاه د سليزو پر مټ د متحده عربي اماراتو پر وړاندې د ٩ لوبغاړو په سوځېدلو ٥١٠ منډې جوړې کړې.
افغانستان د انټرکانټنينټال جام سياليو په لړ کې خپله وروستۍ لوبه پرون د متحده عربي اماراتو پر وړاندې په دوبۍ ښار کې پيل کړه.
ددې څلور ورځنۍ لوبې پچه د اماراتو لوبډلې ګټلې وه او لومړۍ يې د توپ اچونې پرېکړه وکړه، د افغانستان لوبډلې پرون ډېره ښه لوبه وکړه او د لومړۍ ورځې تر پايه پورې يې ٣٠٠ منډې جوړې کړې وې او درې لوبغاړي يې له لاسه ورکړي وو.
د افغانستان له لوري احسان الله جنت او رحمت شاه زرمتي په زړه پورې لوبه وکړه او دواړو سليزې ووهلې، احسان الله جنت ١٢٤ او رحمت شاه ١٠٣ منډې جوړې کړې.
نن سهار په دويمه ورځ چې د افغانستان لوبډلې لوبه پيل کړه، نو لوبډلمشر اصغر ستانکزي خپلې پرونۍ لوبې ته په ښه توګه ادامه ورکړه، هغه هم سليزه ووهله ، خو بيا په ١١٤ منډو وسوځېد.
ورپسې افسر ځاځي هم ښه لوبه وکړه، افسر ٥٠ منډې او راشد خان ٤٠ منډې جوړې کړې، د افغانستان لوبډلې په ١٤٧ اورونو کې د ٩ لوبغاړو په سوځېدلو ٥١٠ منډې جوړې کړې او خپل اننګز يې ختم اعلان کړ.
د متحده عربي اماراتو لوبـډلې لخوا احمد رضا ٥ او محمد نويد د افغانستان درې لوبغاړي وسوځول.
اوس به د متحده عربي اماراتو لوبډلې توپوهنه پيلوي.
افغانستان د انټرکانټنينټال کپ سياليو کې تر اوسه شپږ لوبې کړي، پنځه يې ګټلي، يوه مساوي شوې او ١٠١ نومرو سره په جدول کې په لومړي مقام کې ځاى لري، ايرلينډ ٨٩ نومرو سره په دويم مقام کې دى.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.