دوشنبه, ۳۱ غويی ۱۴۰۳
Super User

Super User

محمودراقي سېلاب قول اردو وايي چې په کاپيسا ولايت کې دوه ځانمرګي بريدګر موخې ته له رسېدو مخکې وژل شوي دي.
په ختيځ کې د ٢٠١ سېلاب قول اردو له خوا د زمري په ١٧مه رسنیو ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تېره ورځ مازيګر دوو موټرسايکل سپرو ځانمرګو بريدګرو غوښتل چې په تګاب ولسوالۍ کې پر دولتي ځواکونو بريد وکړي.
سرچينې زياته کړې چې دوى د ملي اردو ځواکونو له خوا تر پېژندل کېدو وروسته ويشتل شوي چې له امله يې دواړه وژل شوي او چاودېدونکو توکو يې چاودنه کړې ده.
د کاپيسا د امنيې قوماندانۍ وياند محمد ايوب يوسفزي د دغه خبر د تاييد تر څنګ وويل چې دا پېښه د تګاب ولسوالۍ د احمدزيو په سيمه کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه چې يادو بريدګرو غوښتل چې په سيمه کې پر سيمه ييزو پوليسو ځانمرګى بريد وکړي، خو مخې ته تر رسېدلو مخکې ووژل شول.
يوسفزى وايي چې په دې پېښه کې بل چا ته زيان نه دى اوښتى.
سېلاب قول اردو دغه راز ويلي چې په تګاب ولسوالۍ کې د يوې نښتې په ترڅ کې څلور وسله وال طالبان وژل شوي دي.
وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

کابل د کابل پوليس وايي چې کابل ښار کې يې د يوې کورنۍ د پنځو ماشومانو د وژنې په تړاو دوه کسان نيولي دي.
د کابل پوليسو د ١٠١اسمايي زون له جنايي جرمونو سره د مبارزې مشر مل پاسوال محمد سالم الماس، په خپله فېسبوک پاڼه کې ليکلي چې ياد دوه کسان تېره شپه نيول شوي دي.
د نوموړى په خبره، ياد پنځه ماشومان له لسو تر ١٤ کلونو پورې عمرونه درلودل چې د زمري په اتمه د کابل ښار لسمې امنيتي حوزې اړوند د سليم کاروان ساحه کې وژل شوي وو.
د نوموړي په خبره، نيول شوو کسانو پر خپل جرم اعتراف کړى، خو هويت يې نه دى په ډاګه شوى.
دا په داسې حال کې ده چې چارواکو پخوا رسنیو ته ويلي وو چې د پوليسو د  لومړنيو څېړنو له مخې، دغه ماشومان د برېښنا د نيولو په سبب وژل شوي دي.

غزني ښار د غزني په ګيلان ولسوالۍ کې د بې پيلوټه الوتکې د بريد په ترڅ کې اووه طالبان وژل شوي او څلور نور ټپيان دي، طالبان هم دغه بريد تاييدوي.
د غزني د امنيې قوماندانۍ وياند فهيم امرخېل د زمري په ١٧مه وويل چې تېره شپه په ګيلان ولسوالۍ کې بهرنيو ځواکونو پر طالبانو هوايي بريد کړى دى.
هغه وايي چې په دغه بريد کې د پاکستانيانو په ګډون اووه طالبان وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.
د هغه په وينا چې په بريد کې د وسله والو طالبانو له وسلو ډک يو موټر هم له منځه تللى دى.
د ګيلان ولسوالۍ يوه اوسېدونکي صديق الله وويل چې په دغه بريد کې درې طالبان وژل شوي دي.
هغه زياته کړه: ((دغه موټر ما وليد، درې کسان په کې ناست وو چې وروسته بيا پرې هوايي بريد وشو.))
بل لور ته وسله وال طالبان هم دغه بريد تاييدوي.
د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد وويل چې په دغه بريد کې يواځې دوه طالبان وژل شوي دي.
هغه وايي چې په موټر کې راکټونه او د هاوان مرمۍ بار وې چې هوايي بريد پرې شوى دى.
د يادونې ده، په دې وروستيو کې په غزني کې هم د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړو زور اخيستى چې له امله يې د دغه ولايت اوسېدونکي اندېښمن دي.

خوست ښار په خوست کې د کارډ- اېف موسسې له لوري د چرګانو د روزنې د جوړ شوو فارمونو د توليد لپاره د بازارموندنې مارکېټ پرانيستل شو.
د خوست مرستيال والي شېربادشاه ارګوني د ياد مارکېټ د پرانيستې پر مهال وويل چې دغه مارکېټ د خوست ښار د بلند منزلو په سيمه کې پر اته سوه متره مربع ځمکه جوړ شوی او ۲۰ معياري هټۍ لري.
هغه زياته کړه چې ۴۰ سلنه لګښت يې کارډ اېف موسسې پر غاړه اخيستی او ۶۰ سلنه لګښت هغو خلکو ورکړی چې د دې موسسې له لوري ورته د چرګانو روزنې فارمونه جوړ شوي دي.
ارګوني زياته کړه: ((دا به د کارډ اېف له لوري د جوړ شوو فارمونو د توليد لپاره په بازارموندنه کې ډېره مرسته وکړي. د فارمونو خاوندان به وکولای شي چې خپل توليدات دلته پر سوداګرو وپلوري.))
په خوست کې د کارډ اېف موسسې له لوري د چرګانو روزنې ۲۰ فارمونه جوړ شوي چې هر يو يې په يوه وخت کې د غوښې لپاره ۵زره چرګان روزي او بيا يې بازار ته عرضه کوي.
په دغه ولايت کې د يادې موسسې مسوول حيات وزيروويل چې په ټوليز ډول ياد فارمونه د کال ۷۰۰ زره چرګان توليدوي، خو د دغه مارکېټ تر پرانيستلو مخکې د بازارموندنې په برخه کې له ستونزې سره مخ وو.
حيات وزير وويل: ((له دې وروسته به د فارمونو خاوندان د بازارموندنې ستونزه ونه لري. له دې مارکېټ څخه به عرضه کېدونکي چرګان د روغتيا له پلوه د ډاډ وړ وي. دغه راز دې مارکېټ کې ۶۵ کسانو ته په مستقيم ډول د کار زمينه هم برابره شوې ده.))
د خوست د اسماعيل خېلو ولسوالۍ د بهرام خېلو سيمې اوسېدونکي حضرت الله پژواک اژانس ته وويل چې د چرګانو په رسېدو سره يې بازارموندنې ته ډېر اندېښمن وو، خو اوس به دا ستونزه هواره شي.
حضرت الله وويل: ((موږ په اطرافي سيمو کې پراته يو، هلته ډېر څوک د چرګانو رانيولو لپاره نه راځي، اوس چې دغه مارکېټ جوړ شو، موږ به انشاالله خپل توليد پر خپل وخت بازار ته عرضه کړو.))
په دغه ولايت کې د کارډ اېف مسوولين وايي، په ياد مارکېټ کې د هغو هګيو د خرڅلاو زمينه هم برابره شوې چې د دې موسسې له لوري د هګيو د توليد لپاره له ځانګړو جوړو شوو فارمونو څخه ترلاسه کېږي.
د مسوولينو په وينا، د هګيو د توليد په خاطر د چرګانو دا ځانګړي کوچني فارمونه چې شمېر دوو سوو ته رسېږي، په مرکز او ولسواليو کې په کورونو کې جوړ شوي دي.

کابل د امريکا د بهرنيو چارو وزير وايي چې د افغانستان او سيمې پهاړه نوې تګلاره به د سياسي او امنيتي حالاتو تر بشپړې ارزونې وروسته اعلان شي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې رېکس ټېلرسن اسيا ته په خپل سفر کې له خبريالانو سره په خبرو کې ويلي چې د افغانستان په اړه د تګلارې جوړوونکې ډله د ټولې سيمې په اړه فکر کوي.
بلخوا ځينو امريکايي رسنيو خبر ورکړى چې دغه ډله  د سپينې ماڼۍ او کانګرس ترمنځ د تاوتريخوالي له امله له ستونزو سره مخ شوې ده.
د امريکا د بهرنيو چارو وزير ويلي: ((موږ پر څو موضوعاتو فکر کوو، په دې اړه  تر اوسه د ملي امنيت شورا په درېیو غونډو کې خبرې هم شوې.))
ټېلرسن ويلي، ولسمشر ټرمپ په دې اړه څو  مهمې پوښتنې کړې چې بايد يې کړې واى؛ ځکه تر دې مخکې نورو مشرانو دا ډول پوښتنې نه وې کړې.
د هغه په وينا: ((ولسمشر چې د افغانستان او سيمې د تګلارې په اړه کومې پوښتنې کړې، موږ غواړو چې بشپړ او ښه ځوابونه يې ولرو چې د افغانستان او پاکستان راتلونکى بايد څه ډول وي.))
د امريکا  د بهرنيو چارو وزير، د مرستيال ولسمشر پينس په ګډون د ولسمشر ټرمپ د حکومت ډېرى مهم چارواکي د يادې تګلارې جوړولو په پروسه کې شامل دي.
نوموړي د افغانستان په اړه د تګلارې اعلانولو د ځنډ په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې ويلي چې دا تګلاره به د حالاتو له بشپړې اروزنې او بيا کتنې وروسته اعلان شي.
د هغه په وينا، دوى سياسي، ډيپلوماتيک او نظامي اړخونه څېړي او له هغه وروسته به وروستۍ پرېکړه وکړي.
د يادونې ده، د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړې استازې  دوه ورځې مخکې او د امريکا د استخباراتي ادارې (سي اى اې) مشر تېره اوونۍ کابل ته سفر درلود او له افغان مشرانو سره يې پر يادې تګلارې تفصيلي خبرې کړې دي.

همزولي د ځوانانو لپاره ځانګړي ثبت نیم ساعته خپرونه ده چې د ځوانانو سره د دوي د مصروفیتونو ، ددوي د راتلونکو پلانونو ، او په ټولنه کې د ځوانانو د رول او اغېز په اړه خبرې اترې کیږي

په دې خپرونه کې د هغو ستونزو سپیناوی کیږي  چې خلک یې په دولتي ادارو کې په ګوته کوي او د په ګوته شوو ستونزو په اړه د اړوندو ادارو د چارواکو او خلکو سره خبرې کیږي

کابل په افغانستان کې د يوناما چارواکي وايي، د دوى د نوې تګلارې تمرکز به په افغانستان کې د سولې پر مسئله وي او د ملګرو ملتونو د نورو مرسته کوونکو ادارو ترمنځ همغږي به لا پياوړې کړي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سياسي ماموريت (UNAMA) له مطبوعاتي دفتره رسنیو ته په رارسېدلې خبرپاڼه کې راغلي چې يوناما په افغانستان کې د خپلې تګلارې بياکتنه نهايي کړې ده.
د يوناما مشر تداماچي ياماموتو، نن په کابل کې د افغانستان حکومت له اجرايي مشر سره د ليدنې پر مهال وويل: "د نوې ستراتيژۍ ډېر تمرکز به د افغانستان د سولې پر مسئله وي او دې موضوع ته به تر نورو مسايلو وړاندې د لومړيتوب په توګه کتل کېږي."
نوموړي زياته کړه،‌يوناما د ملګرو ملتونو د اړوندو او نورو مرسته کوونکو ادارو ترمنځ‌د همغږۍ پر زياتوالي هم کار کوي او هڅه به يې دا وي ‌چې دا چاره پياوړې شي.
نوموړي د ټاکنو په برخه کې ‌د اجراييه رييس په مشرۍ د چمتووالي وروستيو تياريو په تړاو ناستې ګټورې وبللې او له هغه يې وغوښتل چې دا ډول ناستې دوام ومومي.
په خبرپاڼه کې د اجرايي مشر ډاکټر عبدالله له خولې ويل شوي چې په راتلونکي کې د افغان حکومت په مشرۍ ډېر تمرکز د سولې پر پروسې وي.
دى زياتوي: "افغان حکومت د امنيتي ‌هڅو ترڅنګ د سولې هڅو ته ډېره توجه کړې او د دې برخې تقويت د ستونزو د اساسي حل په توګه وړاندې کوي."
د ملي يووالي حکومت مشرانو له پيله په هېواد کې د سولې راوستل د خپل کار لومړيتوب ګڼلى و، خو دا دى د شاوخوا درېيو کلونو په تېرېدو سره نه يواځې دا چې امنيت او ثبات نه دى راغلى، بلکې جګړو لا زور اخيستى دى. يواځې د حکمتيار په مشرۍ له حزب اسلامي سره سوله شوې ده.
د ده په خبره،‌د ټاکنو پروسه به د ټاکنو د کمېسيون په مشرۍ او د حکومت په ملاتړ په ټول سرعت پر مخ ځي او په دې برخه کې به د خلکو غوښتنې هم په پام کې ونيول شي.
د ټاکنو خپلواک کمېسيون اعلان کړى چې د راتلونکي کال د چنګاښ په ١٦مه به د ولسي جرګي او ولسواليو شوراګانو ټاکنې ترسره کړي.
 عبدالله د يادو برخو د بريا لپاره د سياسي نظام تقويت مهم وباله او زياته يې کړه، چې د حکومت په کچه نوې ګومارنې د سمون پر لور مهم ګامونه دي چې اخيستل شوي .

کابلد احمد شاه مسعود بنسټ مشر  د ملي يووالي حکومت مشران، ملي نفاق ته پر لمن  وهلو تورن کړل او ويې ويل چې دغه حکومت د ملي يووالي تر نامه لاندې هېواد له کړکېچ سره مخ کړ‌ى.
د احمدشاه مسعود بنسټ مشر احمد ولي مسعود نن په کابل کې  يوې خبري غونډه کې حکومت د خلکو د سر او مال په ساتلو کې ناکام وباله ويې ويل چې حکومت تل ترهګريزې پېښې غندي ؛ خو مسووليت نه اخلي او  جرړې يې نه وباسي.
هغه زياته کړه چې د هېواد وضعيت ورځ په ورځ خرابېږي، حکومت  له بې وزلۍ، د ځوانانو روږدېدو، له هېواده د ځوانانو تېښتې او په لسګونو نورو غمونو سره مخ دى.
هغه وويل:" له بده مرغه د ملي يووالي روحيې جوړښتونه،  د قومي،ژبنيو او سمتي قطبونو له امله مات کړل شوي، په ملي يووالي حکومت کې د ‌سرزورۍ نښې څرګندې شوې دي او دا کار د اندېښنې وړ دى."
مسعود،"له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د ارادې نه شتون، په هېواد کې د روانو لوبو پروړاندې کمزوري، د وړتياوو څنګ ته کېدا، خپل پالنه، د ملي سياست نه شتون" د افغانستان په حکومت کې شته ستونزې وبللې او زياته يې کړه:" ما پخوا ويلي و او خبردارى مې ورکړى و چې حکومت د ټوټه کېدو پر لور روان دى، په روان وضعيت کې بدلون يوه ملي او تاريخي اړتيا ده."
د هغه په وينا، ولسي غورځنګونه، ولسي شوراګانې او ايتلافونه بايد په يو غږ  په نظام کې د بدلون او اصلاح غوښتوونکي شي.
 نوموړي وويل:" موږ د حکومت له لوري کوم بدلون نه وينوو، د ملي يووالي حکومت چې په درې تېرو کلونوکې ونه کړاى شول چې خپل هوکړه ليک عملي کړي، په راتلونکو دوو کلونو کې هم څه نه شي کولى او د هرې ورځې په تېرېدو سره د کړکيچ په جبۍ کې ډوبېږي؛ اوس بايد خلک لاس په کار شي او د ملي وفاق له طرحې څخه په ګټې اخيستنې سره هېواد له روان کړکېچ څخه وژغوري."
 هغه د جزییاتو له وړاندې کېدو پرته وويل:" د حکومت مشران يا پلان نه لري او يا شخصي اجنډا لري، ښه داده چې همدا ستونزې په رسميت و پېژنو او د حل کېدو په لټه کې يې شوو، په ځانګړې توګه د واک د خونړۍ معما د حل په اړه چې افغانستان يې له دې وضعيت سره مخ کړى او دا زموږ اصلي ستونزه ده."
 هغه د ملی یووالی حکومت رامنځ ته کېدو ته په اشارې سره وويل:" حکومت په  وار وار ویلي چې مقابل لوري پروګرام نه لري، موږ د ملي يووالي حکومت له جوړېدو مخکې د ملي يووالي دولت د جوړېدو طرحه درلوده؛خو د ټاکنو اوسنيو دوه واکمنو ټيمونو قناعت ونه کړ؛ تر دې چې د امريکا د بهرنيو چارو وزير راغى او زموږ له سوژې يې ګټه واخيسته.
نن د دوى هر يو د ملي يووالي حکومت په نوم، خپلو شخصي اجنډاوو او ملي نفاق ته لمن وهي، ان د ملي يووالي حکومت د رامنځ ته کېدو موافقه ليک يې هم عملي نه کړ."
 د مسعود بنسټ مشر زياته کړه:" د ملي يووالي دولت د واک د ويشلو په معنا نه دى، د ملي يووالي دولت د واک شريکېدل دي، دوه ګونى ليدلورى نه لري، بلکې ګډه ليدلورى  لري، د ملي يووالي دولت بايد هېواد له کړکېچ څخه وباسي؛ خو له بده مرغه  د ملي يووالي په نامه يې هېواد کړکيچ ته بيولى دى."
 نوموړي دغه راز وويل:" د ملي يووالي حکومت تر نامه لاندې هره ورځ ملي نفاق ته لمن وهي څو د ځان لپاره روان وضعيت خوندي کړي."
مسعود د حکومت په مختلفو کچو کې پر بدلونونو د ټينګار ترڅنګ وويل:" د ملي يووالي حکومت جوړښت او فکر بايد بدلون و مومي . تر هغې چې د دولتي دستګاه په دننه کې بدلون رانه ولي، د هېواد روان وضعيت به بدل نه شي، غميزه به دوام ولري، بايد د تصميم نيونې په مرجع کې بدلون رامنځ ته شي، بدلون د کسانو د بدلېدو، د سياستونو د بدلون، د پروګرامونو بدلون په معنا او د خلکو په غوښتنه بدلون ستونزې حلولاى شي، ذهنونه بايد بدل شي او بدلون بايد پرې تحقق ومومي څو په هېواد کې ستونزې حل شي."
 د مسعود بنسټ مشر زياته کړه چې د ملي وفاق پر طرحې يې کار پيل کړى او په دې اړه له سياستوالو، مدني بنسټونو او اغېزمنو شخصيتونو سره سلا مشورې دوام لري.
د هغه په وينا، که ټول له دې طرحې سره موافقه وکړي، له دغې طرحې څخه په ګټې اخيستنې سره په هېواد کې روانې ستونزې حلېږي، د رڼو او عادلانه ټاکنو لپاره زمينه برابرېږي او افغانان به د قانوني دولت خاوندان شي.

په دغه ټولنیزه او علمي خپرونه کې د اورېدونکو د علمي پوهې د کچې د لوړاوي په موخه  د نړۍ او هیواد د پوهانو، لیکوالانو او د نظر خاوندانو متلونه، غوره خبرې او ویناوې خپریږي