Super User

Super User

په دې یو ساعته ادبي ژوندۍ خپرونه کې اورېدونکي د ټلفون او سکایپ له لارې په خپرونه کې ګډون کوي او خپل او یا هم د نورو شاعرانو له شعرونو او غزلونو څخه خوښ کړي غزل او شعرونه وایي

د رڼا افغان په غږ کې ماښامني خبرونه 08-08-2017

د رڼا افغان په غږ کې ماښامني خبرونه 07-08-2017

ښرنه د پکتيکا په ګومل ولسوالۍ کې د يو شمېر پاکستانيانو په ګډون ١٥ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
په پکتيکا کې د ملي اردو د شپږم کنډک قوماندان ډګروال محمد ايوب د زمري په ١٥مه وويل چې له تېرو دوو ورځو راهيسې افغان ځواکونو د ګومل ولسوالۍ پر لويه لار چاڼيز عمليات پيل کړي دي.
هغه وايي چې په دغو عملياتو کې ١٥ وسله وال طالبان وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.
ده زياته کړه: ((په وژل شوو او ټپيانو کې ځيني پنجابيان هم شامل دي.))
محمد ايوب وايي چې د لارې په اوږدو کې د خښ شوو ماينونو له امله د دوى عمليات ټکني روان دي خو هغه هيله وښوده چې د نن ورځې تر پايه به افغان امنيتي ځواکونه ګومل ولسوالۍ ته داخل شي.
په يادو عملياتو کې د سرحدي ځواکونو قوماندان رازمحمد وويل چې په دغو عملياتو کې تر اوسه افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
هغه وايي چې د دوى عمليات په ښه توګه روان دي او تر اوسه يې ډېرې سيمې له وسله والو طالبانو نيولې دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
خو د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد په خپله ټويټر پاڼه کې ليکلي چې د پکتيکا په خوشامند ولسوالۍ کې د ملي اردو پر موټر د ماين چاودنه شوې ده.
هغه وايي چې په دې چاودنه کې څلور د ملي اردو سرتېري وژل شوي او درې نور ټپيان شوي دي.
خو د پکتيکا امنيتي چارواکو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.

 کابل : د امريکا د استخباراتي ادارې ( سي اى اى ) مشر کابل ته د سفر پر مهال له افغان چارواکو سره پر بېلا بېلو موضوعاتو خبرې کړې دي.
د حکومت اجراييوي رييس ډاکتر عبدالله عبدالله د زمري په ١٦مه، په ټولنيزه شبکه ټويټر کې ليکلي چې د امريکا د استخباراتي ادارې ( سي اى اى) مشر تېره اوونۍ کابل ته راغلى و.
هغه زياته کړې، نوموړي د دغه سفر پر مهال ولسمشر اشرف غني او له ده سره پر بېلابېلو موضوغاتو خبرې کړ ې دي.
د حکومت اجراييوي رييس ويلي، په دې ليدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر پوځي همکاريو زيات تمرکز شوى دى.
ډاکټر عبدالله د دې سفر او ليدنو په اړه نور جزئيات نه دي ورکړي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د امريکا د متحده ايالاتو د بهرنيو چاور وزارت د معاونيت سرپرسته او دافغانستان لپاره د امريکا سرپرسته ځانګړې استازې اليس وېلز هم کابل ته راغلې او له افغان مشرانو سره يې ليدلي دي.

کندوز د کندوز د ملي امنيت رياست وايي چې د دغه ولايت د ګل تپې ولسوالۍ په اړونده سيمه کې د ځانګړو امنيتي ځواکونو په شپنيو عملياتو کې درې مشهور طالب قوماندانان وژل شوي او درې نور  نيول شوي دي.
د دغه وزارت په يوه خبرپاڼه کې چې رسنیو ته رسېدلې ويل شوي دي چې ځانګړو امنيتي ځواکونو د کندوز د نوې جوړ شوې  ولسوالۍ ګل تپې په اړوند   قوماندان داوود سيمه کې شپني عمليات ترسره کړي چې له امله يې د وسله والو مخالفينو درې مهم قوماندانان وژل شوي دي.
سرچينې زياته کړې چې وژل شوي قوماندانان مولوي حکمت الله، عبدالقادر او مولوي عبدالخالق نومېږي چې د وسله والو مخالفينو مهم او پياوړي کسان ګڼل کېږي.
د ملي امنيت رياست په خبره، په يادو عملياتو کې د امنيتي ځواکونو له خوا درې کسان له وسلو سره نيول شوي چې لعل محمد، محمدرسول او پر خالد مشهور جان محمد نومېږي.
سرچينه وايي چې امنيتي ځواکونو له دغو کسانو سره يوه اندازه مهمات هم نيولي دي.
په اعلاميه کې دغه راز راغلي چې ياد قوماندانان په کندوز ولايت کې له امنيتي ځواکونو سره په نښتو او تخريبي کړنو کې ښکېل و.
له بلې خوا د بادغيس ولايت د قادس ولسوالۍ سرپرست محمد ابراهيم ګرفتار وايي چې وسله والو مخالفينو تېره شپه د يادې ولسوالۍ په لنګر سيمه کې د ملي پوليسو پر پوستو بريدونه کړي دي.
نوموړي زياته کړې، د امنيتي ځواکونو او وسله والو مخالفينو ترمنځ په نښته کې د دولت پنځه وسله وال مخالفين او يو پوليس وژل شوي دي.

کابل د پاکستان د پنجاب ايالت يو اوسېدونکى وايي چې د پکتيا په جانيخېلو ولسوالۍ کې له افغان ځواکونو سره په مخامخ نښته کې ټپي شوى او نيول شوى دى.
دغه کس چې محمد عصمت الله نومېږي، نن په کابل کې د ملي امنيت عمومي رياست کې رسنيو ته وويل چې د سپاه صحابه ډلې غړيتوب لري او پنجاب ايالت د ظفر کلي اوسېدونکى دى.
نوموړي چې په پنجابي ژبه يې خبرې کولې، وويل چې د پکتيا جانيخېلو ولسوالۍ کې له افغان پوځيانو سره په مخامخ نښته کې ټپي شو، وروسته د همدې ځواکونو له لوري ونيول شو.
عصمت الله وويل چې افغان امنيتي ځواکونو په ګردېز کې له درملنې وروسته کابل ته را ولېږداوه.
 هغه وويل چې د پنجاب جوماتونو کې د جيش محمد، لشکرجنګوي، سپاه صحابه ډلو د مشرانو تبليغاتو وهڅاوه چې د افغان حکومت پر وړاندې جګړه پيل کړي.
د نوموړي په خبره، د يادو ډلو د جذب مرکزونه د پنجاب ظفر کلي ته نږدې دي چې پاکستاني پوځيانو هم په ټل بازار کې د دې ډلو له مرکزونو سره نږدې تګ راتګ درلود.
عصمت الله وويل چې هغه په جاني خېلو کې د مولوي معصوم ډله کې د افغان دولت پر ضد وسله وال فعاليت درلود.
نوموړي د پاکستان له خلکو په ځانګړي ډول پنجابيانو وغوښتل چې افغانستان دې نه راځي؛ ځکه چې دلته ټول مسلمانان دي او هېڅ افغان پوځي کافر نه دى.

کندهار د کندهار د لندې مېوې سوداګر وايي، د هوا له لارې هند ته د مېوو د لېږد د لړۍ ځنډ اندېښمن کړي؛ ځکه له کندهاره هند ته له یوې الوتنې پرته بله هېڅ الوتنه نه ده شوې.
د سوداګرو په وینا، د افغانستان او هند تر منځ د هوايي دهلېز پرانیستل کېدو ته خوښ وو او د دې لړۍ د دوام او پراختیا په تمه وو خو اوس یې دا هیلې پر ناهیلۍ بدلې شوې دي.
د افغانستان د سوداګرۍ خونې چارواکي وايي، هند ته د کارګو الوتکو له لارې د مېوو د لېږد لړۍ د تخنیکي ستونزو له امله ځنډېدلې خو دوی د دغو ستونزو د هواري هڅې کوي.
څو اوونۍ وړاندې ولسمشر د افغانستان- هند هوایي سوداګریز دهلېز پرانیست چې موخه یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي کچې لوړول او د ترانزیټي موانعو لرې کول وو.
له هغه وخت راهیسې له کابل څخه هند ته درې الوتنې شوې خو له کندهاره یوازې د دۍ لړۍ د پرانیستنې په ورځ یوه الوتنه شوې چې ۴۰ ټنه مېوه او طبي بوټي په کې بار وو.
سوداګر وايي، د دې نوې لړۍ ځنډ زیانونه ور اړولي دي.
د کندهار د لندې مېوې یوه سوداګر جلال الرحمن شرر وویل، لومړی خو د هوا له لارې هند ته د مېوو د لېږد لړۍ داسې مهال پیل شوه چې په کندهار کې د مېوو د حاصلاتو ټولولو وخت نه و را رسېدلی.
هغه زیاته کړه، هماغه و چې له کندهاره په لومړۍ الوتنه کې تر ډېره وچه مېوه او طبي بوټي واستول شول.
دی وايي، کله چې دلته د انګورو، زردالو، خټکیو او نورو مېوو د حاصلاتو ټولول پيل شول، سوداګرو د هوايي دهلېز په تمه د مېوو باغونو واخیستل.
د ده په خبره، سوداګرو په ټنونو زردالو، خټکي او انګور اماده کړل او د سوداګرۍ خونو مسوولینو ورته وویل چې په شلو ورځو کې کارګو الوتکه ورته چمتو کوي خو هغوی دا کار و نه کړای شو چې په پایله کې یې چمتو شوې مېوې خرابې شوې او سوداګر زیانمن شول.
د ده په باور، داسې ښکاري چې حکومت دغه ګام د سیاسي فشار اچولو په موخه اخیستی و.
شرر وايي، سوداګر د افغانستان- هند هوايي دهلېز ته خوښ وو چې د ځمکې له لارې هند ته د مېوو لېږد ۶ ورځې وخت اخلي او پر يوه کیلوګرام ۶۰ سينټه لګښت راځي، خو د هوا له لارې د مېوو لېږد په څو ساعتونو کې ترسره کېږي او پر یوه کیلوګرام ۲۰ سینټه لګښت راځي.
نوموړی زیاتوي چې د ځمکنۍ لارې تر څنګ دا ډېره اړینه ده چې افغانستان هند ته د هوا له لارې هم د مېوو د لېږد امکانات ولري.
د ده په خبره، د ځمکې له لارې د لندې مېوې د لېږد په برخه کې ستونزه دا ده چې د یخچالي موټرو پر ځای په عادي موټرو کې لېږدول کېږي چې له امله یې د مېوې کیفیت ته زیان رسېږي او په بهر کې ښه مارکېټ نه شي موندلای.
شرر له حکومته غوښتنه کوي چې د افغانستان- هند هوايي دهلېز د فعال ساتلو تر څنګ دې د یخچالي موټرونو د ډېرولو په برخه کې پانګونه وکړي او یا دې سوداګر دې کار ته وهڅوي.
په کندهار کې د کينډا فروټ په نوم د مېوې د پروسس او صادراتو د فابریکې مسوول سعد الدین سعید وايي چې یو کانټینر انګور یې چمتو کړي و چې د هوا له لارې یې هند ته ولېږدوي.
خو ده وویل، کله چې د سوداګرۍ خونې کارګو الوتکه چمتو نه کړای شوه او وځنډېده نو دوی اړ شول چې دغه انګور متحده عربي اماراتو ته ولېږي.
دی وايي، د پیل شوې نوې لړۍ ځنډ سوداګر اندېښمن کړي؛ ځکه هغوی د دې لړۍ د دوام او پراختیا په هیله وو او په دې تمه وو چې په راتلونکې کې به د هند تر څنګ اروپايي او امریکايي هېوادونو ته هم د هوا له لارې صادرات پيل شي.
خو د ده په خبره، په دې برخه کې ځنډ سوداګر ناهیلي کړل او د همدې ستونزې له امله په کابل کې په زرګونو ټنه مېوه خوسا شوه.
نوموړي ټینګار وکړ چې د افغانستان- هند هوايي دهلېز د معیاري صادراتو په برخه کې لوی پرمختګ دی او په ټول توان یې باید د فعاله ساتلو لپاره کار وشي او پر وړاندې یې شته ټولې ستونزې باید هوارې شي.
په کندهار کې د لندې مېوې بل سوداګر حاجي عزیزاحمد وايي، د مېوو د صادراتو پر وړاندې تر ټولو لوی خنډ پر ډیورنډ کرښې د سپین بولدک لار ده چې د پاکستان له خوا وخت په وخت په یوه او بله بهانه تړل کېږي.
ده وویل، له همدې امله دا ډېره اړینه ده چې هند ته د هوا له لارې د مېوو د لېږد لړۍ له ستونزو سره نه وای مخ شوې.
دی وايي، دغه حالت د حکومت باور ته هم زیان واړاوه.
د کندهار د مېوو باغ لرونکي هم د هوا له لارې د مېوو د لېږد د لړۍ پر ځنډېدو خپه دي او وايي دا د باغ لرونکو او لندې مېوې د سوداګرو غوښتنه وه چې حکومت دې د هوا له لارې د مېوو د لېږد اسانتیا برابره کړي.
د پنجوايي ولسوالۍ د انګورو یوه باغ لرونکي عبدالواسع وویل، د افغانستان- هند هوايي دهلېز پر سر کریډیټ واخیستل شو، خو هغسې فعال پاتې نه شو چې تمه یې وه.
دی زیاتوي، اوس مهال د لندې مېوې نږدې ټول صادرات د ځمکې له لارې پاکستان ته کېږي چې ډېره ګټه یې د دغه هېواد سوداګر وړي؛ ځکه هغوی د افغانستان مېوې په خپل نوم نورو بهرنیو هېوادونو ته صادروي.
د ده په خبره، د باغ لرونکو او سوداګرو تمه د افغانستان- هند هوايي دهلېز ته وه چې دوی به د دې جوګه کړي چې خپلې مېوې په خپله دغه هېواد او نورو بهرنیو هېوادونو ته صادرې کړي او ګټه یې همدوی ته پاتې شي.
د افغانستان د سوداګرۍ خونې مرسیتال خانجان الکوزي وویل، د ځینو تخنیکي ستونزو له امله د هوا له لارې هند ته د مېوو د لېږد لړۍ له ځنډ سره مخ شوه.
ده ومنله چې دغه ځنډ سوداګرو ته زیانونه اړولي او له دې پروسې دوی هم راضي نه دي.
د نوموړي په وینا، تر دې مهاله له کابله هند ته درې الوتنې چې وروستۍ هغه یې تېره چهار شنبې وه، وشوې چې ۳۰ ټنه مېوه په کې بار وه او له کندهاره یوازې یوه الوتنه شوې ده.
الکوزى وايي، د کارګو الوتکو د چمتو کولو په برخه کې له اریانا افغان هوايي شرکت سره قرارداد شوی و چې هغوی بیا د یوې بلې بهرنۍ کمپنۍ سره قرارداد کړی و خو دغه شرکت ونه توانېده پر وخت کارګو الوتکې چمتو کړي.
د ده په خبره، سوداګرۍ خونې او په خپله جمهوري ریاست د دې ستونزې د حل په موخه له کورنیو هوايي شرکتونو سره خبرې پیل کړې دي.
هغه په دې برخه کې په مشخصه توګه د کام ایر هوايي شرکت نوم یاد کړ چې د کارګو الوتکو د اماده کولو لپاره یې چمتووالی ښودلی دی. دی وايي، تمه ده چې دغه ستونزه د روانې اوونې تر پایه حل شي.
نوموړي زیاته کړه چې د افغانستان سوداګرۍ خونه په کابل، کندهار، هرات، مزار او نورو ځایونو کې له سوداګرو سره په اړیکه کې ده او هغوی ته یې د ستونزې د حل ډاډ ورکړی دی.
خو ده له سوداګرو وغوښتل چې یوازې د هوا له لارې د مېوو د لېږد په تمه دې نه کېني؛ ځکه افغانستان هومره ډېره مېوه لري چې یوازې د هوا له لارې یې لېږد ناممکن دی.
دی وايي، دا یوازې ریزرف یا بدیله لار وه خو دا چې نوی کار و نو تخنیکي ستونزې په کې پېښې شوې.
دی وايي، همدا اوس هره ورځ ۲۵۰۰ ټنه مېوه د تورخم او سپین بولدک له لارې پاکستان او د واګه بند له لارې هند ته صادرېږي او تر دې مهاله په دې برخه کې ستونزې نشته.
خو ده بیا هم ټینګار وکړ چې کوښښ کوي د افغانستان- هند هوايي دهلېز پروسه بریالۍ کړي.
د یادونې ده، څو اوونۍ مخکې له کندهاره هند ته د هوا له لارې د مېوو د لېږد د لړۍ د پیل پر مهال د افغانستان د سوداګرۍ خونې مرستیال حاجي محمد یونس مومند پژواک اژانس ته ویلي وو چې د مېوو د معیاري بسته بندۍ، ټرانسپورټ او امنیت په برخو کې څه نا څه ستونزې شته چې دغه بهیر له خنډ سره مخ کولای شي.
ده هغه مهال ټینګار کړی و چې یادې شوې ستونزې باید د حکومت او سوداګرو له خوا په ګډه حل شي.
د کتونکو په باور، د افغانستان او هند تر منځ د هوايي دهلېز پرانیستنه د سوداګرۍ او په ځانګړې توګه د مېوو د صادراتو په برخه کې لوی فرصت دی چې په دې توګه د هېواد اقتصاد پیاوړی کېږي او سوداګر کولای شي له همدې لارې د صادراتو او وارداتو په برخو کې معیاري سوداګرۍ ته لاسرسی ومومي.
له همدې امله هغوی د دې لړۍ پراختیا او دوام غواړي.

کابل د ټاکنو کمېسيون وايي چې د راىې اچونې د مرکزونو کره ځاى او شمېر معلومېدو په موخه، په کابل او بېلابېلو ولايتونو کې دغه مرکزونه ارزول کېږي.
دغه موضوع د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د دارالانشاء مشر امام الدين وريماچ نن په کابل کې په يوه خبري ناسته کړې وکړه او ويې ويل چې د ارزونې بهير نن په ټول هېواد کې پيل شوى دى.
هغه زياته کړه چې د راىې اچونې د مرکزونو د شمېر معلومېدل د ټاکنو په بهير کې د لا زيات روڼوالي لامل کېږي.
وريماچ زياته کړه: "د راىې اچونې د مرکزونو په اړه د شته نيوکو له امله، د دغو مرکزونو ارزيابي اړينه وه او د دغه پروګرام له مخې د راىې اچونې مرکزونه د نفوس، جغرافيايي موقعيت او د ارزونې د نورو معيارونو په پام کې نيولوسره له سره ټاکل کېږي."
د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د دارالانشاء مشر وويل چې اوسمهال په هېواد کې د راىې اچونې شاوخوا شپږ زره مرکزونه شته او ښايي له ارزونې وروسته چې ٤٥ورځې وخت نيسي، د دغو مرکزونو په شمېر کې بدلون راشي.
وريماچ په ډاګه کړه چې د راىې اچونې مرکزونو د ارزونې پروګرام د هغو کابو زر تنو کارمندانو له خوا پر مخ وړل کېږي چې پخوا روزل شوي او دغه به لومړى د ولايتونو مرکزونه او بيا ولسوالۍ و ارزوي.
د ټاکنو د خپلواک کمېسيون دغه چارواکي وويل: "هغه مرکزونه چې پخوا په شخصي کورونو، خېمو او شخصي ځمکو کې جوړ شوي وو، لرې کړل شوي او دغه ټول به په دولتي ښوونځيو، کلينيکونو، جوماتونو او نورو عام المنفعه ودانيو کې جوړ شي."
وريماچ له ځايي چارواکو، عالمانو او روحانيونو، مدني فعالانو او مخورو شخصيتونو وغوښتل چې د دغه ملي پروګرام په پلي کېدو کې د کمېسيون له کار کوونکو سره مرسته وکړي.
د هغه په وينا، د دغه پروګرام له ختمېدو وروسته به د راىې اچوونکو د نوملړ معلومېدو او د ټاکنو د سيستم د کمپيوټري کېدو د بهير کار پيل شي.
امام محمد وريماچ په ډاګه کړه چې د دغو پروګرامونو په عملي کېدو سره به په ټاکنو کې د درغلۍ مخه ونيول شي او د ټاکنو بهير به په روڼتيا تر سره شي.

کابل د امريکا ځانګړې استازې وايي چې هېواد يې د اداري فساد په له منځه وړو، ښې حکومتولۍ او اصلاحاتو په برخه کې د افغان حکومت له پاليسيو ملاتړ کوي.
د ملي امنيت شورا مطبوعاتي دفتر له خوا د زمري په ١٦مه رسنیو ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان لپاره د امريکا سرپرسته ځانګړې استازې اليس وېلز کابل ته د سفر پر مهال د ملي امنيت سلاکار حنيف اتمر سره وليدل.
سرچينې زياته کړې، مېرمن وېلز د ترهګرۍ پر وړاندې د افغان ځواکونو مبارزه او قربانۍ و ستايلې او د ملي يووالي حکومت له تګلارو او پروګرامونو څخه یې خپل ملاتړ په ډاګه کړ.
نوموړې  وويل، د امريکا متحده ايالاتونو د حکومت له بدلون سره د افغانستان پر وړاندې د امريکا په ډيپلوماسۍ او ملاتړ کې توپير نه دی راغلی.
د امريکا سرپرستې ځانګړې استازې په دې ليدنه کې  زياته کړې چې د ولسمشر ټرمپ په مشرۍ نوی حکومت به د افغانستان له دولت او خلکو سره خپلو همکاریو ته دوام او پراختیا ورکړي
د هغې په وينا، هېواد يې د اداري فساد په له منځه وړو، ښې حکومتدارۍ او اصلاحاتو په برخه کې د افغان حکومت له پاليسيو ملاتړ کوي.
په خبرپاڼه کې راغلې، په دې ليدنه کې د امنيت، ښې حکومتولۍ، له ادارې فساد سره مبارزې، اقتصادي همکاریو، سولې او روغې جوړې پر بېلابېلو محتویاتو د بحث او مذاکراتو تر څنګ د امریکا متحده ایالاتو او افغانستان ترمنځ په اوږد او لنډ مهال کې د همکاریو او ملاتړ پر څرنګوالي خبرې وشوې.
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر د امریکا له همکاریو د قدردانۍ تر څنګ وويل چې د امنیت د ښه والي،  سولې او اصلاحاتو په برخه کې افغان حکومت اراده او برنامې لري.
هغه زیاته کړه چې له ترهګرۍ سره د سیمې د هېوادونو مشترکه مبارزه مهمه ده او په دې برخه کې یې د امریکا متحده ایالاتو همکاري د پام وړ وبلله.