دغه صفحه پرنټ کول

ارګ د ولسمشريزو ټاکنو د ځنډېدلو اوازې رد کړې

22 لړم 1397 چنار راډيو

کابل (٢٢ لړم ٩٧) : ولسمشرۍ ماڼۍ هغه اوازې رد کړې چې ګوندې ولسمشريزې ټاکنې ځنډول کېږي.
د ولسمشرۍ ماڼۍ دا څرګندونې په داسې حال کې کړې، چې ځينو ا مريکايي رسنيو ددغو ټاکنو د ځنډېدلو په اړه راپورونه خپاره کړي دي.
د والسټريټ ژورنال په نامه امريکايي رسنۍ وایي چې د امریکا حکومت په دې غور کوي چې ایا د افغانستان په حکومت د ولسمشريز ریاست د انتخاباتو د ځنډولو لپاره فشار واچوي او کنه!
سرچينې زياته کړې، چې دټاکنو د ځنډېدال لامل له وسله والو طالبانو سره د سولې روانې خبرې په ګوته کړي او وايي چې ټرمپ غواړي افغان شخړه ژر تر ژره هواره شي.
خو د ولسمشر سلاکار او نـږدې ملګري ډاکټر فضل فضلي په ټولنيزه شبکه ټويټر کې ليکي، چې افغان حکومت پخپل وخت د ولسمشريزو ټاکنو ترسره کولو ته ژمن دى.
نوموړي زياته کړه، چې د اساسي قانون سره سم به حکومت د کمېسيون لخوا په اعلان شوې نېټه ټاکنې ترسره کوي.
د ټاکنو خپلواک کميسيون څو ورځې مخکې اعلان کړى و، چې د ١٣٩٨ لمريز کال د وري په ٣١مه، ( د ٢٠١٩ کال د اپريل ٢٠مه) به ولسمشريزې ټاکنې ترسره شي.
د ولسمشرسلاکار ويلي، په افغانستان کې ديموکراسي پلي کېږي او واک به په سوله ييزه توګه دديموکراتيکې پروسې له لارې نوي حکومت ته لېږدول کېږي.
د هغه په وينا، له دې پرته پر نورو لارو چارو چې د قانون خلاف وي، د حکومت چلول افغانانو ته د منلو وړ نه دى .
د ولسمشر وياند هارون چخانسوري هم په ټويټر کې د ټاکنو د ځنډيدا په اړه خپاره شوي راپورونه رد کړي او ويلي يې دي چې دا به پخپل وخت ترسره کېږي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)