دغه صفحه پرنټ کول

په کابل کې د افغانستان، چين او پاکستان درې اړخيزه غونډه جوړېږي

01 غويی 1397

کابل (د غويي لومړۍ نېټه، ٩٧) : ټاکل شوې ده چې په نږدې راتلونکي کې په کابل کې د افغانستان، چين او پاکستان د بهرنيو چارو وزيرانو درې اړخيزه غونډه جوړه شي.
د افغانستان د ملي امنيت شورا له دفتر څخه دغويي په لومړۍ نېټه، رسنیو ته په يوه لېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ملي امنيت سلاکار محمد حنیف اتمر،  چین ته د رسمي سفر پر مهال د نوموړي هېواد د بهرنیو چارو له وزیر وانګ يي سره په لیدنه کې د دوه اړخیزو اړیکو او همکاريو پر پراختیا خبرې وکړې .
سرچينې زياته کړې، دواړو لورو د افغانستان او چین ترمنځ د تاریخي، دوستانه او دودیزو اړیکو پر اهمیت خبرې وکړې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د هدفمندې ملګرتیا د دوام او پراختیا پر څرنګوالي وغږېدل.
د ملي امنیت سلاکار په دې ليدنه کې ويلي، د سیمې روان حالت ته په کتو سره په افغانستان او سيمه کې د سولې او سیمه ییز ثبات د ټینګښت لپاره اړتیا زیاته شوې او د دې اړتیا د اهمیت په پام کې نیولو سره یې په سيمه کې د چين د سياسي مشرتابه د رغنده رول د زياتېدو وړاندیز وکړ.
اتمر دغه راز د افغانستان او چین ترمنځ د همکاریو او اړیکو پر پراختیا او دوام ټینګار وکړ چې په دې سره به د دواړو هېوادونو ترمنځ دهمکاریو نوی باب پرانيستل شي.
د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر، له ترهګرۍ سره د مبارزې، د سولې بهیر په بریالیتوب، اقتصادي همکاریو په بهبود او په ځانګړې توګه د سیمه ییزې اجماع په پیاوړتیا کې د چین رول مهم وباله.
د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي وویل، د چین سیاسي رهبري افغانستان ته د یوه مهم ګاونډي هېواد په سترګه ګوري او په افغانستان کې د سولې او ثبات له بهیر څخه ملاتړ کوي.
هغه زیاته کړه چې له ترهګرۍ سره د مبارزې او د ترهګریزو ګروپونو د له منځه وړلو په برخه کې به خپلې مرستې د پخوا په پرتله نورې هم زیاتې کړي.
د چین د بهرنیو چارو وزیر او د افغانستان د ملي امنیت سلاکار په دوه اړخیزو خبرو کې د شانګهای د همکاریو سازمان په ناسته کې د ګډون په موخه د چین ولسي جمهوریت ته د افغانستان د ولسمشر د سفر پر څرنګوالي هم بحث وشو.
دواړه لورو چین ته د ولسمشر سفر مهم و باله او هوکړه یې وکړه چې د همکاریو او لازم چمتووالي په موخه دې د اړوندو ادارو ترمنځ همغږي پیاوړې شي.
د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر همدارنګه په افغانستان کې د چین له خوا د لویو پروژو په ځانګړې توګه د مس عینک او امو سیند د نفتو پروژو د تطبیق په برخه کې د موجوده ستونزو يادونه وكړه او ويې ويل چې د ستونزو د حل په موخه دې د دواړو هېوادونو د حکومتونو ترمنځ خبرې اترې وشي او په دې برخه كې يې د چین حکومت ته بلنه ورکړه، ترڅو یو تخنیکي ټیم افغانستان ته ولېږي، چې له اړوندو ادارو سره د ستونزو پر هواري ګډ کار وکړي.
په دې ناسته کې دواړو لورو د افغانستان، چین او پاکستان ترمنځ د درې اړخیزو ناستو په دوام هم خبرې وکړې او هوکړه يې وکړه چې د درې واړو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو راتلونكې غونډه به په افغانستان کې جوړه شي. همدارنګه د بهرنیو چارو د معينانو په كچه هم د درې اړخیزې ناستې پر جوړېدوپرېکړه وشوه.
خو سرچينې ددې غونډو کره نېټې نه دي په ډاګه کړي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)