کابل(،٢٤ ليندۍ٩٦): د نفوسو د احوال د ثبت ادارې رييس همايون محتاط وايي، ولسمشر ورته لارښوونه کړې چې په نږدې ورځو کې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش لپاره چمتوالى ونيسي .
همايون محتاط په خپله فېسبوک پاڼه کې ليکلي چې ولسمشر ورته لارښوونه کړې چې په نږدې راتلوونکو ورځو کې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش لپاره چمتوالى ونيسي : (( غواړم چې هرڅه ژر خپله برېښنايي پېژندپاڼه واخلم .))
د هغه په وينا، چې ولسمشر ورته ويلي : (( د ګډې کمېټې د کار د بې پايله پاتې کېدو په صورت کې او د ولسي جرګې د دوه ثلث غړو له خوا د تقنيني فرمان رد پرېکړې ته په احترام کولو سره به، لازم بدلون راوستل شي .))
محتاط وويل چې د نفوسو د احوال د ثبت اداره به د ولسمشر له لارښوونې سره سم په راتلونکې اوونۍ کې د ولسمشرۍ له دفتر سره په همغږۍ د لومړۍ برېښنايي پېژندپاڼې د وېش لپاره چمتوالى ونيسي .
دا په داسې حال کې ده چې ولسي جرګې د روان کال د لړم په اتمه د نفوسو د احوال د ثبت قانون د ځينو موردونو د تعديل په اړه د ولسمشر تقنيني فرمان رد کړ ، خو مشرانو جرګې دغه فرمان په اکثريت رايو سره تاييد کړ .