دغه صفحه پرنټ کول

یو این ایچ سي آر: د افغانانو ملاتړ ته دوام ورکوو

11 وری 1403 چنار راډيو

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویه کمېشنري وايي دوی د خپلو ځینو شریکانو په همکارۍ په پوهنه، روغتیا او د معیشت د فرصتونو د ملاتړ په برخه کې د ځینو اړو افغانانو ملاتړ ته دوام ورکوي.

د دې ادارې د افغانستان څانګې نن په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې دوی به د سعودي عربستان د پراختیايي صندوق او د اسلامي پراختیايي بانک په مالي ملاتړ دغه مرستې برابرې کړي.

دغې ادارې ویلي د دغو مرستو له لارې به وکړای شي تر ۳۰زر زیاتو ماشومانو ته د تعلیم زمینه برابره کړي، پر لیرې پرتو او د طبیعي افتونو له کبله پر اغېزمنو شویو سیمو به هم تمرکز وکړي، ۸ تازه روغتیايي مرکزونه به جوړ کړي چې تر پنځو لکو زیات کسان به ترې ګټه اخلي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویه کمېشنري وايي دوی به د لاسي صنعت ودې ته هم نوره زمینه برابره کړي چې راستانه شوي یا هم بېځایه شوې کورنۍ په خپلو پښو ودرېږي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)