د بدخشان ولايت چارواکي وايي چې د دغه ولايت په ملي پارک کې ٢٠ ډوله وحشي حيوانات او د مارکوپولو هوسۍ او چکاوک مرغۍ په ګډون ١٠٠ ډوله کم پيدا مرغۍ د زياتېدو په حال کې دي.
د بدخشان ولايت د کرنې رياست د ملي پارکونو مدير عبدالمجيب مجيدي وويل چې د واخان ولسوالۍ ملي پارک شاوخوا په لس زره او ٣٠٠ کيلومتره مربع ځمکه رانيولې او د واخان ولسوالۍ له فتور کلي چې د اشکاشم او واخان ولسواليو تر منځ ګډه پوله ده؛ پيل او په ټوله کې دواړه کوچنۍ او ستر پامير په ځان کې رانغاړي.
هغه زياته کړه: "له شک پرته د وحشي حيواناتو د غير قانوني ښکار په اړه اندېښنه لرو چې د جګړې په درېيو لسيزو کې د بدخشان ملي پارک طبيعي سرچينو او د ژوو ژوند ته زيانونه اړولي او هيله من يو چې دغه لړۍ راکمه شي."
مجيدي د دغو وحشي ژوو په ځانګړي ډول د مارکوپولو هوسۍ د غير قانوني ښکار په اړه وويل چې د سيمې خلک د ځناور ښکار نه کوي او خلک يې وضع شوي قوانين او کړنلارې مراعاتوي، هوسۍ او د نور وحشي ځناورو ښکار نه کوي، خو داسې اوازې اورېدل شوې چې ګني په اشکاشم او واخان ولسواليو کې مېشت سرحدي ځواکونه د دغو ژوو ښکار کوي.
نوموړي وويل: "د وحشي ژوو له جملې يې ٢٠ ډوله تر اوسه د بدخشان په ملي پارک ځانګړي ډول په پاميرونو کې تر سترګو شوي چې تر ټولو مهم يې د مارکوپولو هوسۍ، غرنۍ وزې، نخشير، نصواري يږه او برفي پړانګ دي، موږ ويلى شو چې اوسمهال له ٥٠٠ تر ٦٠٠ پورې د مارکوپولو هوسۍ او شاوخوا ٥٠٠٠ غرنۍ وزې د بدخشان د پامير په غرونو کې ليدل شوې او د دغو حيواناتو نسل د کمښت له حالت راوتلى او د زياتېدو په حال کې دى."
د ويلو ده چې په ١٣٩٣ لمريز کال کې د باميانو ولايت له بند امير وروسته حکومت د واخان ولسوالۍ د دويم ملي پارک په توګه نومولې ده.
د بدخشان ولايت د چاپېريال ساتنې ادارې مشر غلام نبي سرفراز وويل چې د بدخشان په پامير کې د نړۍ ډېر کم پيدا وحشي ژوي شتون لري چې په کې د مارکوپولو هوسۍ، برفي پړانګ، نصواري يږې او د دروازها په ولسواليو کې مارخور هوسۍ هم تر سترګو شوې دي.
هغه زياته کړه چې له امريکايي پلاوي سره يو ځاى يوه افغان متخصص پلاوي د واخان ولسوالۍ په ځنګلونو کې څېړنې کړې چې د څېړنو په پايله کې يې د "چکاوک" په نوم ډېره کم پيدا مرغۍ کشف کړې او داسې فکر موجود و چې ګني دغه مرغۍ د نړۍ په هېڅ سيمه کې نه ده تر سترګو شوې او دغه مرغۍ شاوخوا نيمه پېړۍ وړاندې د تايلنډ په هېواد کې تر سترګو شوې وه او له هغه وروسته بيا په هېڅ ځای کې نه ده ليدل شوې.
نوموړي وويل: "د دې مرغۍ کشف موږ ته د دې هيله رابښي چې که چېرې په دې اړه ډېرې څېړنې وشي نو موږ به د بدخشان په ځانګړي ډول پامير سيمو کې د زياتو بيولوژيکي اسرارو او بېلابېل ډولونو د کشف شاهدان و اوسو."
د بدخشان د ولايتي شورا غړي طلب الدين قادري وويل چې لا هم د پامير په غرونو او واخان ولسوالۍ کې د حيواناتو ښکار موجود دى، خو د پخوا په پرتله ډېر کم شوى او اوس يوازې د شپې له خوا په پټه ښکار کېږي او تر ډېره په واخان ولسوالۍ کې مېشت سرحدي ځواکونه دغه کار کوي او د ښکار په کمېدو سره د وحشي ځناورو شمېر هم زيات شوى دى.
خو نوموړي څرګنده کړه چې دغه راز تاجکستاني ښکاريان د ژمي پر مهال چې د پامير لارې د تګ راتګ پر مخ تړل کېږي؛ د تاجکستان له خاورې د بدخشان پامير ته راځي او بيا د مارکوپولو هوسيو ښکار کوي چې دغه کار زموږ د اندښنې لامل شوى دى.
خو د بدخشان د اشکاشم ولسوالۍ کې د مېشت اووم سرحدي کنډک قوماندان سمونوال امان الله نسيم وويل: "موږ نه يوازې د واخان د سرحد ساتونکي يو، بلکې د واخان په غرونو او پامير سيمه کې د وحشي ژوو ساتنه هم کوو، که چېرې زموږ پرسونل کومه هوسۍ يا مرغۍ ښکار کړي؛ نه يوازې له نظام بهر کېږي، بلکې عدلي او قضايي بنسټونو ته معرفي کېږي."