دغه صفحه پرنټ کول

امریکا د طالب مشرانو د ځپلو لپاره افغانستان ته د سي ای اې وړې ډلې را استوي

01 لړم 1396

امريکايي چارواکي وايي چې په افغانستان کې د طالب قوماندانانو او مشرانو د نښه کولو په موخه د استخباراتي ادارېCIA کوچنۍ ډلې استوي.
امريکايي رسنيو د سپينې ماڼۍ د سرچينو په حواله خبر ورکړى چې دا په اصل کې د افغانستان په اړه د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نوې تګلارې يوه برخه ده.
د سرچينې په وينا، په دې کار سره ولسمشر ټرمپ غواړي چې طالبان او مشران يې کمزوري او له افغان حکومت سره يې د سولې خبرو اترو ته مجبور کړي.
د امريکا استخباراتي ادارې (CIA) د نيويارک ټايمز دغه راپور نه رد او نه هم تاييد کړى، خو ويل کېږي چې د لومړي ځل لپاره دغې استخباراتي ادارې ته دا ډول ماموريت ورکول کېږي.
د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نوې تګلارې تر اعلانېدو وروسته په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو هوايي عمليات او بمبارۍ هم په بېساري ډول زيات شوي دي.
ډونالډ ټرمپ د يادې تګلارې اعلانولو پر مهال ويلي وو چې طالبان نور د پټېدو ځاى نه لري.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)