سه شنبه, 06 چنګاښ 1396 -

پرفیسبوک مو هم ملتیا وکړئ

mod_vvisit_counterنن ورځ :1306
mod_vvisit_counterتیره ورځ :3758
mod_vvisit_counterتیره اوونۍ :34274
mod_vvisit_counterټول ټال :1523413
We have: 22 guests online
د داعش ضد ولسي پاڅون کوونکو د اوږدمهالي اکمال او تجهيز غوښتنه وشوه پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک

چنار راډیو   
دوشنبه 29 غبرګولی 1396 ساعت 10:32

جلال اباد (۲۸ غبرګولی ٩۶): د ولسي جرګې يو پلاوى چې په ننګرهار کې د وروستيو امنيتي ستونزو د ارزونې په موخه يې دغه ولايت ته سفر کړی، غوښتنه کوي چې د داعش ضد ولسي پاڅون کوونکو ملاتړ او تجهيز دې د اوږدمهال لپاره وشي.
د ياد پلاوي مشر عبدالظاهر قدير د غبرګولي په ۲۸مه جلال اباد ښار کې د دفاع وزارت له استازي او د ننګرهار د ولايتي شورا له غړو سره د ګډ خبري کنفرانس پرمهال دا څرګندونې وکړې.
قدير د دفاع وزارت د استازي په شتون کې د دغه وزارت هغه ادعا هم رد کړه، چې ګواکې د پچيراګام ولسوالۍ تورې بوړې ستراتيژيکه سيمه بېرته له داعش وسله والو نيول شوې ده.
د دفاع وزارت وياند دولت وزيري پرون په کابل کې يوه خبري کنفرانس ته وويل، چې د تورې بوړې سيمه د افغان ځواکونو د تعرضي عملياتو په پايله کې له داعش وسله والو چې څو ورځې وړاندې يې نيولې وه، بېرته په خپله ولکه کې راوستې ده.
د ولسي جرګې يو پلاوى چې مشري يې په دغه جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازی عبدالظاهر قدير کوي او د دفاع وزارت استازی هم ورسره دی، له پرون راهيسې په ننګرهار کې د داعش ډلې د وروستيو تحرکاتو او روان امنيتي وضعيت په اړه څېړنه کوي.
هغه وړانديز وکړ چې د سيمو ساتلو لپاره دې تر ډېره ولسي پاڅون کوونکو ته وخت ورکړل شي، ځکه په وينا يې پاڅون کوونکي د سيمې خلک دي او له امنيتي ځواکونو ډېر د سيمو له موقعيت سره بلد وي او کولی شي چې وسله وال وځپي.
ظاهر قدير نيوکه وکړه چې پخوا هم په سيمو کې ولسي پاڅون کوونکي اکمال او تجهيز شول؛ خو د لنډمهالي ملاتړ له امله هغوی له سختو ستونزو سره مخ شول او غوښتنه يې وکړه، چې دا ځل دې ولسي پاڅون کوونکي د اوږد مهال لپاره تجهيز او اکمال شي.
ده په توره بوړه کې د داعش ډلې د تحرکاتو په اړه وويل، هغه سيمه لا هم د داعش ډلې په لاس کې ده؛ خو ځينو مهمو نقطو ته يې افغان امنيتي ځواکونو ځانونه رسولي دي.
ياد خبري کنفرانس ته د خبرو پرمهال د دفاع وزارت استازي او د یاد پلاوي غړي تورن جنرال شعورګل د ننګرهار په پچيراګام ولسوالۍ کې د ملي اردو په مشرۍ د کورنيو ځواکونو روان عمليات بريالي ياد کړل .
ده هم د تورې بوړې د ځينو مهمو سيمو نيول تاييد کړل او د پاتې سيمو د نيولو لپاره يې د عملياتو د دوام ډاډ ورکړ.
د ننګرهار د ولايتي شورا استازي ډاکټر ناصر کامه وال د ننګرهاري ولسونو په استازۍ له حکومته وغوښتل، چې په دغه ولايت کې دې د داعش ځپلو په خاطر دوامداره عمليات پلان کړي.
نوموړي هم له عملياتو وروسته د ځايي خلکو د ملاتړ او د هغوی د تجهيزغوښتنه وکړه او په حکومت يې غږ وکړ، چې سيمې دې ورته له هر ډول وسله والو پاکې کړي.
د يادولو ده، چې له تېرې څه باندې يوې اوونۍ راهيسې پچيراګام ولسوالۍ کې داعش وسله والو له افغان امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبان سره جګړه پيل کړې، چې له طالبانو سره د جګړې په پايله کې يې له دغې ډلې د تورې بوړې ستراتيژيکه سيمه هم ونيوله.
اوسمهال په سيمه کې د افغان امنيتي ځواکونو عمليات روان دي او چارواکي ډاډ ورکوي، چې ډېر ژر به دغه سيمه له داعش وسله والو پاکه کړي.