سه شنبه, 06 چنګاښ 1396 -

پرفیسبوک مو هم ملتیا وکړئ

mod_vvisit_counterنن ورځ :1311
mod_vvisit_counterتیره ورځ :3758
mod_vvisit_counterتیره اوونۍ :34274
mod_vvisit_counterټول ټال :1523418
We have: 26 guests online
ګردېز کې د موټر بم د چاودنې له امله ٣٤ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک

چنار راډیو   
يكشنبه 28 غبرګولی 1396 ساعت 15:36

دويم تعقيب-ګردېز (٢٨ غبرګولى ٩٦): د پکتيا په مرکز ګردېز کې د امنيتي ځواکونو د عمومي مرکز مخې ته د موټر بم چاودنې له امله پنځه پوليس وژل شوي، نهه پوليس او ٢٠ ملکي وګړي ټپيان دي.
د پکتيا د والي وياند سردارولي تبسم د غبرګولي په ٢٨مه وويل چې د دغه ولايت د امنيتي ځواکونو د عمومي مرکز مخې ته نن سهار شاوخوا اووه بجې د موټربم چاودنه وشوه.
تبسم وايي چې تر چاودنې وروسته د وسله والو او امنيتي ځواکونو تر منځ جګړه پيل شوې ده.
دغه راز د ٣٠٣ سپين زر زون قوماندان پاسوال اسدالله شېرزاد وويل چې په دې بريد کې تر اوسه پنځه پوليس وژل شوي او نهه نور ټپيان دي.
هغه زياته کړه: (( دې مرکز ته  نږدې دوکانونه هم دي، د خلکو ګڼه ګوڼه وي، نو کېداى شي د ١٥ په شاوخوا کې ملکي وګړي هم  ټپيان وي.((
په ياد شوي مرکز کې امنيه قوماندانۍ، د پوليسو د ځانګړو ځواکونو قطعه، د عامه نظم قوماندانۍ او د ٣٠٣ سپين زر زون د قوماندانۍ مرکزونه دي.
په سيمه کې د پېښې يو تن عيني شاهد محمد اسلم وويل چې چاودېدونکي توکي په مازدا موټر کې ځاى پرځاى شوي وو چې درنه چاودنه يې وکړه.
هغه وايي: (( د چاودنې له امله د شاوخوا کورنو ښيښې هم ماتې شوې دي.))
دغه راز د پکتيا د ملکي روغتون يوې سرچينې وويل چې له يادې چاودنې څخه تر اوسه دوى ته ٢٠ ملکي ټپيان ور وړل شوي دي.
وسله وال طالبانو د دې بريد مسووليت اخيستى دى.
د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد وويل چې طالبانو لومړى د موټر بم چاودنه کړې او بيا د امنيتي ځواکونو عمومي مرکز ته ننوتي دي.
ده وويل چې جګړه روانه ده او په اړه به يې نور جزئيات وروسته ورکړي.
د دې پېښې په اړه به نور جزئيات وروسته خپاره شي.