سه شنبه, 06 چنګاښ 1396 -

پرفیسبوک مو هم ملتیا وکړئ

mod_vvisit_counterنن ورځ :1332
mod_vvisit_counterتیره ورځ :3758
mod_vvisit_counterتیره اوونۍ :34274
mod_vvisit_counterټول ټال :1523439
We have: 45 guests online
پکتيکا کې د حقاني شبکې دوه قوماندانان وژل شوي پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک

چنار راډیو   
يكشنبه 28 غبرګولی 1396 ساعت 15:32

کابل(۲۸غبرګولى٩٦): د کورنيو چارو وزارت وايي چې په پکتيکا ولايت کې د هوايي بريد په ترڅ کې د حقاني شبکې دوه قوماندانان له څلورو غړو سره  وژل شوي دي .
دغه څرګندونې په هغه خبرپاڼه کې شوي چې د غبرګولي په ٢٨مه د کورنيو چارو وزارت د مطبوعاتي دفتر له لوري پژواک خبري اژانس ته را لېږل شوې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي چې نن سهار شاوخوا پنځه بجې د پکتيکا ولايت د ارګون ولسوالۍ په شېخانو سيمه کې د حقاني شبکې پر غړو هوايي بريد شوى دى.
سرچينه وايي چې په دې بريد کې د حقاني شبکې د دوه قوماندانانو عبدالعزيز او غلچکي په ګډون شپږ تنه وژل شوي دي.
په خبرپاڼه کې زياته شوې چې يادو قوماندانانو د پکتيکا ولايت په بېلابېلو ترهګريزو پېښو کې لاس درلود.
د حقاني شبکې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.