سه شنبه, 06 چنګاښ 1396 -

پرفیسبوک مو هم ملتیا وکړئ

mod_vvisit_counterنن ورځ :1321
mod_vvisit_counterتیره ورځ :3758
mod_vvisit_counterتیره اوونۍ :34274
mod_vvisit_counterټول ټال :1523428
We have: 35 guests online
په ننګرهار کې د پاکستان د کونسلګرۍ دوه کارکوونکي لادرکه شوي پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک

چنار راډیو   
يكشنبه 28 غبرګولی 1396 ساعت 15:29

کابل(۲۸غبرګولى٩٦): د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وايي چې په ننګرهار  ولايت کې د دوى د کونسلګرۍ دوه کارکوونکي لادرکه شوي دي.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه دوه   کارکونکي له تېرو درېيو ورځو راهيسې لا درکه دي.
سرچينه وايي: (( دغه کسان له جلال اباد ښار نه پاکستان ته راون وو چې تورخم ته له رسېدو وړاندې لا درکه شوي دي.))
د خبرپاڼې په حواله ، ياد شوي کسان تښتول شوي، خو تر اوسه يې په اړه نور معلومات نه شته .
په کابل کې د پاکستان سفارت مطبوعاتي اتشه اختر منير هم ياده پېښه تاييدوي او  وايي چې دغه موضوع يې په ننګرهار او کابل کې له افغان حکومتي چارواکو سره شريکه کړې ده.
د يادو کسانو د هويت په اړه تر اوسه څه نه دي ويل شوي.
دغه راز د ننګرهار ولايت له مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې افغان چارواکو له پاکستاني چارواکو سره په همغږۍ د يادو لادرکه شويو کسانو د پيدا کولو هلې ځلې پيل کړې دي.