سه شنبه, 06 چنګاښ 1396 -

پرفیسبوک مو هم ملتیا وکړئ

mod_vvisit_counterنن ورځ :1368
mod_vvisit_counterتیره ورځ :3758
mod_vvisit_counterتیره اوونۍ :34274
mod_vvisit_counterټول ټال :1523475
We have: 80 guests online
د تورې بوړې د نيولو لپاره د طالب او داعش وسله والو ترمنځ نښته کې اووه وسله وال وژل شوي پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک

چنار راډیو   
پنجشنبه 18 غبرګولی 1396 ساعت 12:13

جلال اباد (۱۷ غبرګولی ٩۶): د ننګرهار په پچيراګام ولسوالۍ کې د داعش او طالب وسله والو ترمنځ نښته پيل شوې، چې مسوولين او ځايي خلک دغه جګړه د داعش له لوري د تورې بوړې نيول په ګوته کوي.
د ننګرهار والي محمدګلاب منګل چې د غبرګولي په ۱۷مه يې په ولايتي شورا کې د مطبوعاتي کنفرانس پرمهال خبرې کولې، تاييد کړه چې د پچيراګام په سليمان خېلو کې د داعش او طالب وسله والو ترمنځ نښته روانه ده.
ده زياته کړه، د جګړې له امله له سيمې يو شمېر کورنۍ امن سيمو ته کډه شوي؛ خو شمېر يې لا تر اوسه څرګند نه دی.
د هغه په وينا، په سيمه کې امنيتي ځواکونه د تيارسۍ په حالت کې دي او د داعش د پرمختګ په حالت کې به تعرضي بريدونه ترسره کړي.
والي د هغو اندېښنو په ځواب کې چې ګواکې داعش د تورې بوړې د نيولو هڅه کوي، وويل: ((امکان دې ولري چې داعش دا جګړه د تورې بوړې د نيولو لپاره پلان کړې وي.))
د ننګرهار د ولايتي شورا رييس احمد علي حضرت هم تاييدوي، چې د پچيراګام په سليمان خېلو کې د داعش او طالب وسله والو ترمنځ جګړه روانه ده او موخه يې هم د داعش له لوري د تورې بوړې نيول دي.
نوموړي اندېښنه وښوده چې که داعش د تورې بوړې په نيولو بريالي شي؛ نو د ټول ننګرهار لپاره به لوی خطر وي.
هغه له مرکزي ادارې (کابل) څخه غوښتنه وکړه چې په ننګرهار کې د داعش ځپلو لپاره قوي عمليات پلان کړي او په بېړه دې په چپرهار کې د اوسنۍ جګړې د مهارولو لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي.
د پچيراګام يو قومي مشر ملک تور هم وايي چې له پرون راهيسې په سليمان خېلو سيمه کې جګړه روانه ده.
دى زياتوي، د جګړې يوې خواته داعش وسله وال دي او بلې خواته يې ولسي پاڅون کوونکي او وسله وال طالبان دي.
د ملک تور په خبره، داعش وسله وال اوس د تورې بوړې تر يونيم کيلومترۍ رسېدلي او که لږ مقاومت ونه شي؛ نو په ډېرې اسانۍ توره بوړه نيولی شي.
توره بوړه د ننګرهار په پچيراګام ولسوالۍ کې پرته هغه سيمه ده چې له سمڅو يې د القاعده شبکې مشر اسامه بن لادن ګټه پورته کوله.
له بلې خوا د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼى وايي، په پچيراګام ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو او داعش ډلې ترمنځ د نښتې پرمهال ۷ وسله وال او دوه ملکي وګړي وژل شوي دي.
ده وويل، د پچیراګام په سوري کلي، جودرې، صالح بابا زیارت او وچې لګډې سیمو کې د داعش او په سیمه کې د امنیتي منسوبینو په همکارۍ د ولسي وګړو ترمنځ نښتې پیل شوي، چې په ترڅ کې يې پنځه داعش وسله وال او دوه ولسي وګړي وژل شوي دي.
نوموړي زياته کړه، د معلوماتو له مخې په څو غرنیزو سیمو کې وسله والو طالبانو او داعش ډلو ترمنځ هم نښتې شوي، چې له امله یې د ګڼ شمېر داعش وسله والو د وژل کېدو ترڅنګ دوه وسله وال طالبان هم وژل شوي دي .
د هغه په وينا، په یادو سیمو کې د جګړې له امله سلګونه کورنۍ هم بې ځایه شوې دي .
دواړه وسله والو ډلو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.