سه شنبه, 06 چنګاښ 1396 -

پرفیسبوک مو هم ملتیا وکړئ

mod_vvisit_counterنن ورځ :1365
mod_vvisit_counterتیره ورځ :3758
mod_vvisit_counterتیره اوونۍ :34274
mod_vvisit_counterټول ټال :1523472
We have: 77 guests online
غزني کې امنیتي ځواکونه او طالبان یو بل ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک

چنار راډیو   
پنجشنبه 07 غويی 1396 ساعت 11:00

غزني ښار (٦ غويی ٩٦): د غزني په قره باغ ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ نښته شوې او دواړه خواوې يو بل ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعاوې کوي.
په غزنې د ٢٠٣ تندر قول اردو د درېيمې لوا وياند محمدحنيف رضايي د غويي په ٦مه وويل چې نن سهار د قره باغ ولسوالۍ د عبدالله ګل په سيمه کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړه شوې ده.
هغه وايي، په دې جګړه کې څلور طالبان وژل شوي، شپږ طالبان او يو د ملي اردو سرتېرى ټپيان شوي دي.
رضايي وايي، د طالبانو ياد بريد پر شا تمبول شوى او شپږ بوشکه يې ماينونه او ځيني وسلې يې هم د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
د عبدالله ګل سيمې یوه اوسېدونکي عزت الله هم وويل: ((نن سهار دوه درې ساعته زموږ په کلې کې د طالبانو او پوليسو تر منځ جنګ وشو.))
دى وايي چې اوسمهال سيمه د امنيتي ځواکونو له لوري کلابنده ده او خلک نږدې نه ورپرېږدي.
وسله وال طالبانو هم ياده جګړه تاييدوي.
د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد وويل چې نن سهار په عبدالله ګل سيمه کې طالبانو پر يوې پوستې بريد کړى دى.
هغه وايي چې پوسته ويجاړه شوې او پنځه پوليس په کې وژل شوي خو طالبانو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
د يو بل خبر له مخې، د غزني امنيه قوماندان مل پاسوال امين الله امرخېل وايي چې تېره شپه امنيتي ځواکونو د طالبانو د چريکې بريدونو مسوول اسد کوچى وژلى دى.
ده وويل چې اسد کوچى ګڼ پوليس په غزني ښار کې وژلي وو.
وسله والو طالبانو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.