سه شنبه, 06 چنګاښ 1396 -

پرفیسبوک مو هم ملتیا وکړئ

mod_vvisit_counterنن ورځ :1357
mod_vvisit_counterتیره ورځ :3758
mod_vvisit_counterتیره اوونۍ :34274
mod_vvisit_counterټول ټال :1523464
We have: 69 guests online
په خوست کې د چاودنې په اړه تازه خبر له مکملو جزیاتو سره! پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک

چنار راډیو   
دوشنبه 04 غويی 1396 ساعت 15:35

د طالبانو اړوند یوې ډلې چې اغلبآ د حقاني شبکې پورې اړه لري یو ساعت وړاندې یی غوښتل د ولایتي ځواکونو اړوند د کمپاین قرارګاه کې د موټر بم ځان مرګی برید وکړي خو د افغان امنیتي بیدارو ځواکونو له خوا هدف ته له رسیدو وړاندې و چاودول شو.
د موټر بم په یاد برید کې ویل کیږي چې نږدې اوسیدونکو عوامو خلکو او د کمپاین ملکي کارګرانو ته یی مرګ ژوبله رسولې ده . د یاد برید مسولیت تر دې دمه چا په غاړه نه دی اخیستی او د خبرونو له مخې خوست امنیې قوماندانۍ هم د پېښې بخلی او غندنه کړیده. که څه هم د کمپاین ځواکونه په خوندي قرارګاوو کې ژوند کوي خو د تروریستانو د بریدونو ښکار همیشه ملکي بیګناه وګړي ګرځي ورته برید د تروریستانو او حقاني شبکې له خوا په 2015 کال کې هم صورت موندلی ؤ چې د خوست او نړۍ شریف خلک پرې ښه خبر دي د کوم په نتیجه کې چې په لسکونه ملکي خلک ، ماشومان ، ښځې او نارینه  ( په ځانګړي توګه  کوټنیان یعنې مسلیان )شامل وو.