سه شنبه, ۲۸ وری ۱۴۰۳

هغه مېرمن چې شاوخوا ۲۰۰ کسان يې د امر تابع وو، اوس د نورو احتياج ده

شبرغان (١٧ کب ٩٦): هغه عمر خوړلې مېرمن چې دېرش کاله پخوا به يې دوه سوه کسيزه عسکري قطعه کنټرولوله، اوسمهال د جوزجان ولايت په شبرغان ښار کې په يوه کنډواله کې شپې ورځې تېروي او له سخت نا سم اقتصادي حالت سره مخ ده.
دغه ٧٠ کلنه مېرمن نذير خال نومېږي او وايي، اوس د پخوا په څېر وس نه لري چې دوه سوه کسيزه قطعه اداره او کنټرول کړي او نه هم د تېرو دېرشو کلونو انرژي لري چې په ګړندۍ توګه حرکت وکړي، وسله پورته کړي، وځلېږي او تر امر لاندې سرتېري کنټرول کړي.
هغه چې اوسمهال د ژوند له سختيو سره بلده او منزوي شوې، په ډېرې اسانۍ سره يې د ژوند سختۍ په مخ کې تر سترګو کېږي، اوس د شبرغان ښار د مصراباد خلک ورته د "نذيرخال" غږ کوي او نوموړې اوسمهال په داسې يو کور  کې ژوند کوي چې کنډوالې ته ورته دی.
نذيرخال په جوزجان ولايت کې د مرکې پر مهال د خپل تېر دېرش کلن ژوند په اړه وويل: "يو ٢٠٠ کسيزه ډله مې اداره کوله او د وخت د څارندوى په ٦٦ غونډ کې مې دنده ترسره کوله."
هغې زياته کړه: "د سرپل، فارياب او جوزجان ولايتونو په ډېرو جګړو کې مې ګډون درلود چې د پوځي دندو ترسره کولو په برخه کې مې د وخت د حکومت له لوري د قهرمانۍ وياړ هم ترلاسه کړى و او د فارياب ولايت د اندخوى ولسوالۍ او د سرپل ولايت د بوغاوي کليو جګړې مې اوس هم په ذهن کې تر يوې اندازې پاتې دي."
په يوه جګړې کې يې د وسله والو مخالفينو ٨٠ ميله وسلې په غنيمت اخيستې وې چې د همدې خدمتونو ترسره کولو له امله د ډاکتر نجيب حکومت نوموړې د چکوسلوالکيا، ازبکستان، ترکمنستان او شوروي هېوادونو ته ولېږله.
دا چې نوموړې هغه مهال څرنګه پوځي ليکو ته لاره موندلې وه؟ وويل يو مهال يې په دغه ولايت کې د جنرال دوستم پوځي قطعو ته چې له وسله والو مخالفينو سره به يې جګړه کوله؛ ډوډۍ او اوبه ور وړې چې له همدې امله يې د امنيتي ځواکونو ليکو ته لاره ومونده.
نوموړې د خپلو خبرو په دوام کې وويل: "له هغه وروسته د خلق ډيموکراتيک ګوند غړې شوم او هم د انقلابي شورا غړې وم او هم مې بهرني سياسي بيرو او پوځي فعاليتونه هم پر غاړه درلودل."
نذيرخال چې يو ٢٠ کلن زوى لري او مېړه يې هم د جګړې په کلونو کې له لاسه ورکړى دى، اړه ده چې راتلونکي نور کلونه په سختۍ سره تېر کړي. هغې زياته کړه: "نن مې هېڅوک هم پوښتنه نه کوي، په داسې حال کې چې د کور څلورو خواوو ته مې شتمن خلک ژوند کوي."
دغه بوډۍ مېرمن دوه لوڼې هم لري چې يوه يې ښوونکې او بله يې ګلدوزي کوي، خو هغوى له نوموړې جلا ژوند کوي او له هغې سره مرسته نه شي کولى؛ ځکه هغوى هم له ستونزو ډک ژوند لري.
نوموړې د طالبانو دورې د خاطرو په اړه وويل، هغه مهال د اول خان په نوم د وسله والو طالبانو يوه  ډلمشر ونيوله او نوموړې يې ډېره وځوروله؛ تر دې چې له مخ او سر يې وينې وبهېدې.
نذيرخال د خپلې مېړانې په اړه داسې يادونه وکړه: "زه يې ٢٥ دُرې ووهلم، خو هېڅ اواز مې هم پورته نه کړ او ورته مې ويل څه مې چې زړه غواړي هغه به کوم او وسله والو طالبانو له دې امله چې هغه مهال مې د پوليسو په ليکو کې دنده ترسره کړې وه؛ ډېره وډبولم."
نوموړې چې په خپلو پخوانيو فکرونو کې ډوبه وه، ويې ويل: "اوس بې کسه او يوازې يم، کله ناکله تارونه جوړوم او له همدې لارې خپل ژوند ته دوام ورکوم او بل داسې کار مې له لاسه نه دى پوره."
که څه هم د نذيرخال ژوند اوسمهال هېڅ انساني ژوند ته نه پاتې کېږي، خو د نوموړې د ژوند د شهرت ورځې د ١٣٦٠ او ١٣٧٠ ترمنځ کلونه و چې خاطرې يې لا هم د خلکو په ذهنونو کې پاتې دي.
خو نوموړې اوسمهال د یوې فقرې ښځې په څېر په داسې يوه خټين کور چې له یوه چهاردېوالي سره شباهت لري، ژوند کوي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.