پنجشنبه, ۰۶ غويی ۱۴۰۳

کاناډایي تبعه په کاناډا کې د افغانستان استازیتوب کوي

حزب الله جلال ||
میرویس صالحي هغه کاناډايي افغان دی چې په کاناډا کې د افغانستان په سفارت کې د مستشار په څوکۍ ناست دی. دا ځوان تېر نهه کاله کیږي چې له هېواده د باندې دی او یوازې کاناډا کې یې درې کاري دورې تکمیل کړي دي. دا په داسې حال کې ده چې د بهرنیو چارو د وزارت د پالیسي له مخې هر ډیپلوماټ باید درې کاله له هېواده دباندې او د دغه دورې د پوره کېدو وروسته باید درې کاله د هېواده دننه په بهرنیو وزارت کې کار وکړي. خو دا پالیسي بیا د میرویس صالحي دپاره نه ده جوړه؛ په کاناډا کې د خپلې تېرې دورې او اوسنۍ دورې په منځ کې دا ډپلوماټ یوازې د اوو میاشتو دپاره په ترکیه کې مېشت شو خو دا چې ځوان کاناډایي تبعه دی او کورنۍ یې په کاناډا کې ده، نو له کاناډا  دباندې دنده یې نه خوښیږي. همدا لامل دې چې د ترکیې د لنډ مهاله دورې د ترسره کولو وروسته بېرته کاناډا ته ورسېد.
دا چې صالحي د کاناډا تابعیت لري، نو کاناډایان یې د افغان ډپلوماټ په صفت نه مني. ښاغلی صالحي د کاناډیانو سره د افغانستان د استازي په توګه د لیدو کاتو حق نه لري. کاناډیان هیڅ کله د خپل تبعه د یو باندني هېواد د استازي په توګه نه قبلوي. بناٌ دا ښاغلی معاش او امتیاز پرته له دې چې کار او دنده وکړي ترلاسه کوي. ناست په خپل کور کې دې خو مصرف یې د افغانستان د خوار ملت په اوږو بار دی.
د بهرنیو چارو د وزارت وزیر او نورې رهبري ډلې وړتیا له دې معلومیږي چې یو داسې څوک یې په کاناډا کې مقرر کړی چې باید هلته نه واې. میرویس صالحي د ښاغلي صلاح الدین رباني په لاسلیک په خپل کور کې ډپلوماټ مقرریږي او هیڅ څوک دا نه وایي چې دا سړی د ډپلوماټیکو اصولو له مخې حق نه لري چې په دغه هېواد کې د افغانستان استازی وټاکل شي.
د آغلې شینکۍ کړوخېل یوه ګناه دا هم وه چې غوښتل یې د کاناډا په سفارت کې د کار وړ خلک د ځان سره ولري. دا چې ښاغلې صالحي د کار سړې نه وو نو ویره ورسره پیدا شوه چې که دا مېرمن په کاناډا کې د افغانستان په سفارت کې پاتې شي، نو امکان یې شته چې ښاغلې صالحي خپله دنده له لاسه ورکړي. همدا لامل شو چې میرویس صالحي هم د هغه ډلې غړی وګرځېد؛ کوم چې غوښتل آغلې شینکۍ کړوخیلې ته دسیسه جوړه کړي او خپل ځان خوندي کړي. د یادونې وړ ده چې ښاغلی صالحي پښتون دی. د صالحي د پښتونولۍ یادونه ځکه کیږي، ولې چې شینکۍ په قوم پالنې باندې تورنه شوې ده. که قوم پاله وای، نو باید میرویس صالحي ته یې څه نه وای ویلي. خو له دې معلومیږي چې شینکۍ قوم پاله نه؛ بلکې اصلاح پاله وه او اصلاح پال بیا د هیڅ مفسد او مغرض نه خوښیږي، آن که د سړي د کور غړی هم وي.
اوس دې طلوع او یک تلویزیونونه او هشت صبح ورځپاڼه تکړه شي، دا موضوع دې هم وڅیړي. دوي د هغه وخت نیمه برخه چې د شینکۍ د شخصیت وژنې دپاره یې مصرف کړ په میرویس صالحي هم مصرف کړي ترڅو معلومه شي چې شینکۍ بې کفایته ده که صلاح الدین رباني؛ شینکۍ بې کفایته ده که د باندنیو چارو د وزارت نور مشران! خو دغه مغرضه رسنۍ به کله دا کار وکړي! د دې کار په کولو خو بیا د دوی غرضي کړنې هم بربنډیږي او خلکو ته کاناډا په سفارت کې د شته ستونزې ټول اړخونه روښانیږي.
باندنیو چارو وزارت د میرویس صالحي قضیې ته ورته سلګونه کیسې او معاملې دي. دا یې یوازې یوه بیلګه ده او د بې کفایتۍ یوه نمونه ده. همدا لامل دی چې افغانستان په نړۍ کې د سیاسي لابي کمزورۍ سره مخامخ دی. د افغانستان غږ په پوره توګه د نړۍ سیاسي محورونو ته نه رسیږي او د افغانستان ډپلوماسي د ورسته پاتې والي وروستي برید کې ساه اخلي.
که غواړو چې دا حالت بدل کړو نو باید په حکومت په ګډه جدي غږ وکړو چې ترڅو د باندنیو چارو وزارت کې ژور اصلاحات او سمون راولي. دشینکۍ کړوخېلې په څېر اصلاح پالو خلکو ملاتړ وکړي او ورسره په پوره توګه ودریږي. نور نو دا ظلم زغمل؛ چې یو څوک دې په خپل د دویم تابعیت هېواد او خپل کور کې د افغانستان د استازي په توګه معاش او امتیاز واخلي. د دې حالت د بدلولو دپاره باید په ګډه ځواکمن غږ پورته شي او دا چغه دې دومره لوړه شي چې د حکومت تر غوږونو ورسیږي.
که په بهرنیو چارو وزارت کې اصلاح را نه شي نو باور ولرئ چې د افغانستان کمزورې ډپلوماسي او نړیواله سیاسي لابي به همداسې بې خونده پاتې وي چې په پاې کې به یې زمونږ مخالف ګاونډیان د کور دننه او په نړیواله کچه په مونږ استخباراتي لوبې کوي او زمونږ په کورنیو چارو کې لاس وهنه کوي. ډپلوماسي په ننۍ له شخړو او کشالو ډکې نړۍ کې د یو هېواد د پایدو بنسټ جوړوي او د افغانستان دا نړېدلې بنسټ باید جوړ شي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(2 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.