سه شنبه, ۰۴ غويی ۱۴۰۳

سرخط؛ له افغانستانه د سرو زرو مرغۍ الوځي

سوداګر او پانګه‌وال د سرو زرو مرغۍ دي، د نورو هېوادونو خلک ورته دانې اچوي، نازوي او خدای ته رازۍ کوي چې دوه درې دغسې مرغۍ يې پر وطن ورټيټې شي، خو له افغانستانه د دغو قيمتي مرغيو بشپړ سېل په الوتو دی.
د سرو زرو مرغۍ پر هغو ځمکو کښېني چې له چا پکې وېره احساس نه کړي، څوک يې بچي و نه تښتوي يا و نه وژني، څوک يې وزرونه وا نه خلي او پښې يې و نه تړي.
دوی هغه سيمې ژر تر شا پرېږدي چې وترهول شي، ووېرول شي، وګواښل شي يا پکې ناامنۍ زياتې وي.
په تېرو دوو مياشتو کې په افغانستان کې تر شپېته زيات سوداګر او تجاران چې دلته يې پانګونې کړې وي، يا تښتول شوي، يا وژل شوي دي، يا يې د کورنيو غړي تښتول شوي د پيسو په بدل کې خوشې کړل شوي او يا هم تر تښتول کېدو وروسته وژل شوي دي.
دا څو ورځې په کابل کې د يوه صراف زوی تښتول شوی او له پلاره يې سړي تښتوونکي اوس دوه ميليونه ډالره غواړي، که نه د زوی په وژلو يې ګواښي.
د کابل، کندهار، هرات، مزار، خوست او ننګرهار داسې اوسېدونکی به نه وي چې د سړي تښتوونې او تر تښتولو وروسته د وژنې د يوې پېښې په کيسه نه وي خبر.
په همدې کابل کې په وار وار داسې پېښه شوې چې غلو ته څوک لږ شتمن ښکاره شوی، يا يې څوک په لږ نسبتا ښه موټر کې ليدلی، هماغه ورځ يې يا پخپله دی، يا يې د ده اولاد تښتولی، په سبا يې يا د واړه زوی کوچنۍ ګوته ورڅخه پرې کړې او ده ته لېږلې وي، يا يې د ماشوم پر نازکه غاړه ورته پښه ايښې او جسد يې چېرته په کثافاتو کې غورځولی وي.
خلک په زاريو پانګه‌وال خپلو هېوادو ته ورغواړي، خو زموږ له بې‌وايې حکومته، په هېواد کې شته سوداګر او پانګه‌وال روان دي، خپلې پانګې بهر ته وړي.
له يوې خوا حکومت بلا وهلی دی خپل ځوانانو ته کار نه‌شي پيدا کولای، زرګونه ځوانان مو په پرديو مزدوريو کې مړه شول، د زرګونو ځوانانو وېښتان د پرديو په مزدوريو کې سپين شول، پرېمانه ګل غوندي ځوانان مو د ايران پر پوله د ايران پوله‌ساتې وخت ناوخته په مرميو غلبېل غلبېل کوي، لسګونه زره ځوانان مو د ايران په مزدوريو کې په هېروينو اخته شول او اوس يې نيم افغانستان په غرقو نشو روږدی کړی دی، زرګونه نور په هېواد کې د بې‌روزګاري له امله خارج ته په خونړيو لارو ځي، يا په سمندر کې غرق شي، يا پرې پردي زندانونه ډک دي، يا تر نيول کېدو وروسته بېرته راوشړل شي، ميليونونه نور مو په هېواد کې دننه د بې‌روزګاري له امله ځان‌وژنې کوي.
له بلې خوا چې يوه وړه اندازه ځوانان په خصوصي سکټوري کې په دندو اخته دي، د سوداګرو او پانګه‌والو له‌‌پاره کار کوي، د پانګه والو په تګ به هغوی هم له څېلمې بې‌روزګاره شي.
له بده مرغه افغانستان د نورو هېوادو غوندې نه دی چې سړي يې بې روزګاره شي، نو په کور کښېني، دلته بې‌روزګاران توپک اخلي، طالبان کېږي او بيا دا نور خلک وژني.
خلک چې وږي شي، په نيمه ډوډۍ هم د پاکستان مزدوري ته زړه ښه کوي او پاکستان په خپلو مزدورانو د دې وطن بېخ او بنياد باسي.
تر دومره بې‌کفايتيو او ناړاميو وروسته له حکومته تمه پر خپل حماقت خندا ده، خو له بده مرغه افغانان دومره ځپل شوي دي چې اوس د اوبو ځګ ته هم لاس اچوي او بيا يې هم له همدې بې‌کاره حکومته د تمې سترګې نه خېژي.
د واک د سړيو که لږ هم پر دې وطن او خلکو زړه سوځي، ټوله هڅه دې وکړي چې د سرو زرو دغه مرغۍ د خوارانو او بې‌وزلو په دغه هېواد کې د ارام ساه واخلي او زړه يې ولګېږي.
که نه حکومت به د همدې مرغيو ازار ووهي او د دې وطن د حاکمانو ګرېوان به د دوی د خپلو وګړو په منګولو، سبا ريښې ريښې وي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.