جمعه, ۳۱ وری ۱۴۰۳

ګلزار عالم ولې پېښور پرېښود؟ | شاهین بونیری

د پښتو ژبې تکړه سندرغاړي ګلزارعالم په خیبر پښتونخوا کې د دړکو او معاشي ستونځو له کبله له  خپلې کورنۍ سره کابل ته کډه کړې ده ــ هغه وايي نور ورته په پیښور کې ژوند ګران شوی وو خو په کابل کې يي هم لا چا تپوس پوښتنه نه ده کړې
ګلزارعالم دا وخت په کابل کې سره د خپلې کورنۍ د کرایې په یو فلیټ کې ژوند کوي ــ او د خپل راتلونکي په اړه د بې یقینۍ ښکار دی. هغه وايي په خیبر پښتونخوا کې د امنیت د وضعې خرابیدو نه وروستو په هغه یو شمیر بریدونه شوي دي ــ او اوس چې يي سندرې پریښودې او کاروبار ته يي ګوتې واچولې نو د سیمې یو مذهبي شخصیت پرې تورونه ولګول ، کاروبار يي ترې قبضه کړو او مجبوره يي کړو چې کابل ته کډه وکړي
د ګلزار عالم کورودانې رخسانه مقدس وايي ــ هغې د دړکو له کبله تراوسه یوویشت کورونه بدل کړي دي ــ د خیبر پښتونخوا متعلقه چارواکیو ته يي خپل غږ رسولې دی خو تر اوسه يي چا مرسته نه ده کړی ــ رخسانه مقدس غوښتنه کړې چې د هغې کورنۍ ته تحفظ ورکړل شي او د هغې د بچو د ذده کړو انتظام دې اوشي
د خیبر پښتونخوا د کلتور د ډایریکټوریټ چارواکي وايي ــ دوي تر خپله وسه د ګلزارعالم سره مرسته کړی ده ــ ددغه ادارې مرستیال ډایریکټر شهبازخان وايي په خیبر پښتونخوا کې ډیر هنرمندان د دړکو ښکار دي خو چا د ګلزارعالم په رنګ کابل ته کډه نه ده کړی ــ نوموړې زیاتوي
د افغانستان د کلتور او اطلاعاتو د وزارت ویاند محمد صابر مومند وايي ــ د ګلزارعالم سره يي غیررسمي لیدل شوي دي او وزارت به هڅه کوي چې د هغه د ستونځو په هواري کې ورسره مرسته وکړي.
د یادونې وړ ده چې ددې نه وړاندې هم یو شمیر هنرمندان له پیښوره د نړۍ نورو هیوادونو ته کډه شوي دي ــ صوبه کې د ترهه ګرو بریدونو له کبله یو شمیر هنرمندانو خپل هنر هم پریښې دی او نور کاروبارونه يي پیل کړي دي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.