چهارشنبه, ۰۵ غويی ۱۴۰۳

شیطان ژوندی راغی | زبیر افغان

له نن څخه څو ورځې مخکي د کندهار د شهداء او معلولینو په ریاست کي ناست وم. په عمر یو پوخ سړی مي څنګ ته کېناست. ما پوښتنه ځني وکړه چي اکا نوم دي څه دی؟ وايي: سدوزی. وام دلته څه کوې؟ کاغذنونه يې راښکاره کړل چي زوی مي شهيد سوی دی او د شهادت کارډ یې جوړوم.
د زوی نوم مي ترې وپوښت؟ ویل يې خان محمد نومېده. بیا مي وپوښت څو کلن وو؟ وايي، نولس یا شل کلن به وو. د کور په اړه مي پوښتنه ترې وکړه چي کور دي چیري دی؟ وايي، کور مي له دوراهي سره دی. ما ویل، څه کار کوې؟ وايي، دوکان لرم. د زوی د واده پوښتنه مي ځني وکړه. ده ویل، نه مجرد وو، خو په لنډ وخت کي مي د واده اراده ورته کړې وه.
د زده کړو په اړه مي وپوښت. ده ویل: تر دوولسمه يې زدکړې کړې وې. بیا مي نو د زوی ټوله کیسه ځني وپوښته. سدوزی اکا له خدای همداسي څوک غوښت چي د خپل زړه غوټه ورته خلاصه کړي. په مخ کي يې ناهیلي له ورایه ځلېده. ویل يې: کور مي په اقتصادي لحاظ پر پښو ولاړ دی. دې ته هيڅ اړتیا نه لرم چي زوی یا د کور بل غړی مي جنګو ته ولېږم.
مګر زوی مي دا څو موده همداسي بې کاره وو. ما ورته ویلي وو چي که دوکان ته راځې هم دي خوښه او که کور د ماشومانو تربیه کوې هم ښه ده. نو دی به له ماشومانو سره اخته وو، خو له ماسره يې په دوکان کي مرسته نه کوله.
دا چي زدکړې يې هم نه کولې او کار يې هم نه وو، نو ارو مرو به له همداسي نورو بې کارو ځوانانو سره ګرزېده. البته زه يې په ملګرو خبر نه وم. د زوی فعالیتونه مي هيڅ نه څارل. دا مي مشر زوی وو او ډېر مي نازاوه. د کار، لوړو زدکړو یا د ماشومانو د تربیيې انتخابونه مي هغه ته ور کړي وو. ما په يوه کار کي هم پر هغه زور نه راوړی.
خو د ښار نورو بې کاره ځوانانو تېرایستلی وو. یو دم مي زوی نادرکه سو. هلته دلته مي ډېره پوښتنه پسي وکړه، مګر ناهیلی سوم. په دې پرېشانۍ کي دوې میاشتي تېري سوې، چي یوه ورځ له نامالوم نمبر څخه زنګ راغی او د زوی د شهادت خبر يې را کړ.
ویلي يې، ما پوښتنه وکړه چي زما زوی خو نادرکه وو، زه يې له  هيڅ حاله خبر نه یم. نو چا وژلی، چیري يې وژلی او ولي؟ ده ویل: ځواب يې را کړ چي ستا زوی په اردو کي دنده در لوده، په ښوراوک کي له پنځو نورو ملګرو سره نن شپه د جنګ مهال وژل شوی او یو ملګری يې زخمي دی.
ده ویل: تر دې وروسته مي د زوی په اړه پلټنه وکړه، نو اصلي تذکیره مي په پوځي مرکز کي ومونده. وروسته يې نورو جزیات هم راته ښکاره سول. دغه زخمي کس له دې نورو ملګرو سره دی هم خطا کړی وو. سدوزي اکا د هغه لپاره يوه ځانکړې اصطلاح ایجاد کړې وه. ده ویل: زما زوی له خپلو ملګرو سره شهيد سو، خو شیطان ژوندی راغی. پر سدوزي اکا مي هغه مهال ډېر زړه وسوځېد چي ویل يې، دا مي مشر زوی وو، نور مي ټول اولادونه واړه دي، دی مي د هغه د تربیيې په خاطر کور پرې ايښی وو، خو شیطان هغه غولولی وو او زموږ په ناخبري کي يې هغه ژوندی بوتلی، خو مړ يې راته راوړی. دا مهال يې له څیرې ناهیلي را خوټېده او سترګو کي يې اوښکې ځلېدې.
د کیسې تر بیان وروسته مي پوښتنه وکړه چي زوی دي اردو کي وو که محلي پولیسو کي؟ ویل يې: نه ملي اردو کي وو. بیا مي په حیراني پوښتنه وکړه چي سم ووایه ستا زوی څو وخت ورک وو؟ ده ویل: دورغو ته اړتیا نه سته، پوره دوې میاشتې کېدې چي له کوره وتلی وو او تر دې وروسته يې مړ راته راوړی.
د هغه په لاس کي تر اسنادو کتو وروسته نور هم حیران سوم چي څنګه یو کس په دوې میاشتي کي هم اردو ته شامل سي، هم ضمانت پيدا کړي، هم ابتدايي پوځي تخنیکونه زده کړي، هم د دوښمن په اړه پوهاوی ور کړل سي او داسي نورو لومړني مراحل او تر دې ټولو بیا په دوې میاشتې کي تېر سو او د جنګ مرحلې ته داخل سو؟!
دا ډېره جالبه او هېښونکې ده چي زموږ اردو ته یو کس په دومره اساني کولای سي چي ځان شامل او بیا ان دومره باور هم تر لاسه کړي چي د جنګ د لومړۍ کرښې پوستو ته له لسګونو ملګرو سره ولاړ سي او د دوښمن په وړاندي وجنګېږي؟
که همدغه ډول حالت وي، نو تر مخامخ جنګېدونکي دوښمن هغه څوک ډېر خطرناک دوښمن دی چي په دې ډول ملي اردو ته عسکر شاملوي. دوی په دې ډول خپلو ډېرو موخو ته ځانونه رسول غواړي. زموږ په هیواد کي له بده مرغه داسي کسان اوس هم بیخي ډېر دي چي د هیواد روان جنګ يې د ګټې وټې ذریعه ده. دوی ته جنګ یو تجارت ښکاري او د همدې لاري خپلو اهدافو ته ځانونه رسوي.
ناروزل سوي عسکر د هر کار لپاره ښه استخدامېدای سي. په ډېره اساني د نشيي توکو د قاچاقو لپاره استعمالېدای سي، د وسلو هر لور ته لیږ په کېدای سي، که په لوی لاس ځيني سيمې دوښمن ته تخلیه کوي، نو د دې ناروزل سويو عسکرو په دې چل سره نه خلاصېږي او خپل شاتګ حتما د دوښمن د پشار له امله بولي. د یوه پوځي مشر د ستاینې لپاره د هر ډول تبلیع لوډ سپيکر ځني جوړېږي. خپل مشران يې د ګټو لپاره ژوندي دوښمن ته په لاس ور کولای سي او که د شخصي ګټو غوښتنه د هغوی مرګ وي، نو هم هيڅ ګران کار نه دی او دا د ګټو وسیله بې ارزښته انسان شتمن مشران هر مهال د دوښمن په ذریعه وژلای سي.
دلته انسان له ټولو شرعي او ملي ارزښتونو سره د یو څو خاینو مشرانو، مفسدو سیاسیانو، دینکارو پوهانو، قاچاقبرانو او پانګوالو د ګټې وټې ذریعه جوړ سوی. زموږ په هیواد کي اوس هم د انسان په جامه کي داسي سوداګر سته چي انسان، دین، ملت، وطن او… د خپلو ګټو په خاطر د وسیلې په توګه کاروي او کارولي يې دي. دلته انسان ذریعه ده. اهدافو ته د رسیدو لپاره يې یاد کسان له دا نورو ټولو ارزښتونو سره استمعالوي. زموږ ذکر سوي سوداګر د انسانانو له سرونو ځينې جوړوي او پر همدې ځينو لوړ روان دي خپلې موخې تر لاسه کوي.
دلته شتمن نور شمتن کېږي او د مسکین زامن د هغوی لپاره د سرونو قرباني ور کوي. که دلته په دې څلويښت کلن جنګ کي د سیاف، رباني، مسعود، فهیم، کرزي، ملاعمر، ملامنصور، حکمتیار، محمدي، خالص، هبة الله، عطا نور او نورو مشرانو زامن د دې نور ولس په شان قربان سوي وای، نو په قسم وایم چي دا جنګ په هيڅ صورت دومره نه اوږدېده. اوس هم د جنګ برخلیک مالوم نه دی چي څو کاله به لا زموږ ملت د دې سوداګرو لپاره د خپلو سرونو او زامنو قرباني ور کوي، خو که د دوئ د کورنۍ غړي کي وژل کېدای، نو نن به امن وای او د جنګ نوم به مقدس نه بلکي تر ټولو بد یادېده.
دې جنګونو هغه کسان هم د واک ګدۍ ته لوړ کړل او د شتمنو په کتار کي يې ودرول چي تر دې پخوا يې د کورنۍ لپاره د ماښام خوراک هم په ډېر تکلیف برابراوه، پر خلګو نفوذ يې داسي وو چي ولس يې په خوله تریخ پياز هم نه خوړی، خواري يې دا وه چي ټوله ورځ يې کار کاوه او په دې توګه يې خپل کور ته یوه حلاله ګوله چمتو کوله. خو نن همدا کسان د حکومت پر لوړو چوکیو راغلي، په فساد او خیانت کي تر پزې ډوب دي، د یوې حلالي ګولې پر ځای سل مرداري د زرو سیکې تر لاسه کوي او د روا کار پر ځای د انسانانو په سرونو او وینو يې تجارت پيل کړی دی.
موږ بیخي تر ډېره حده لاس تر زنې ورته ناست یو. له ځان سره دعاوي کوو چي خدای ته مو له دې حالته وباسه او زموږ خلګو ته هدایت وکړه. مګر خدای خپل اصل داسي بیان کړی چي که تاسو خپل حالت بدلول غواړئ نو خدای يې هم د بدلولو اراده کوي او که موږ همداسي د خدای په تمه کېنو، زموږ روان حالت به هم یوه ذره تغییر ونه کړي. خپل حالت ته که د ثواب په خاطر تغییر نه ور کوئ، نو د ځان او ایینده نسل په خاطر نن قرباني ور کړئ چي هم زموږ سبا روښانه سي او هم د راتلونکو نسلونو.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.