پنجشنبه, ۰۶ غويی ۱۴۰۳

افغان مېرمني، زيارتونه او ورسره تړلي باورونه

ليکواله: نسيمه باري، هلمند |
کله چي انسان د يو مشکل د حل لپاره خپل ټول مادي امکانات په کار واچوي او بيا هم ناکام سي، نو يوه نامريي،  معنوي او روحاني  ادرس ته پناه وړي چي په دې لړ کي يو هم (اولياء) يا د صوفيانو په اصطلاح د خدای دوستان دي. په قرآنکريم کي (ولي) هغه چا ته ويل سوی چي پر يوه خدای ايمان ولري او متقي وي، عام مسلمانان باور لري چي اولياء د خدای(ج) غوره بنده ګان او يوازي د درناوي وړ دي، خو د اسلامي تصوف علما بيا باور لري چي اوليا  خدای ته ډېر نژدې بنده ګان او د الله (ج) په مرسته د خلکو هر ډول غوښتني پوره کولای سي، آن دا چي تر مرګ وروسته هم له خلکو سره مرسته کولای سي.
په قرانکريم کي متقي او غوره بنده ګان د (ولي) په نوم ياد سوی، خو په افغاني ټولنه کي د (پير)، (بزرګ) او (د خدای دوست) په نومونو يادېږي چي د (پير)  اصطلاح يې ډېره مشهوره ده. پيران تر مرګ وروسته هم ګڼ پلويان لري او خلک يې زيارتونو ته ورځي چي زه په دې ليکنه کي یوازي زيارتونو ته ورتګ په لنډ ډول څېړم. په افغاني ټولنه کي خلک د دې هدفونو لپاره زيارتونو ته ورځي:
۱: د احترام لپاره  
۲: د سياسي او اجتماعي رهبرانو د افکارو او اصلاحي پروګرامونو د ياد ساتلو لپاره  
۳: له عالم ارواح سره د رابطې ساتلو لپاره چي البته دا په تصوف کي د ځانګړي ډلي عقيده او يو اوږد بحث دی.
۴: د مرګ يادولو لپاره، ځکه د اسلام ستر پيغمبر(ص) وايي چي تاسي د قبرونو زيات وکړئ چي مرګ مو په ياد سي.
۵: د دعا او له خدايه د بخښني لپاره لکه ځيني خلک چي د مور، پلار او نورو خپلوانو زيارت ته ورځي.
۶: د مېلې او تفريح لپاره.
۷: د حاجت حاصلولو او مشکل حل کولو لپاره.  
زه په دې لیکنه کي يوازي پر وروستۍ برخه بحث کوم. په افغانستان کي ښځي په مادي ډګر کي د نارينه وو په تناسب بېوزله دي، ځکه نو  دوی پيرانو ته ډېري ورځي. څرنګه چي پيران په هره سيمه او هر کلي کي نسته او که وي هم، نو د شکرانې، خيرات نذر او داسي نورو  نومونو له زيارتوالو څخه پيسې يا څاروي غواړي چي دا د بېوزلو ښځو له وسه وتلې خبره ده، نو هغه دی چي ښځي د ژونديو پيرانو پر ځای د مړه سويو پيرانو زيارتونو ته ډېري ورځي.
لکه څنګه چي د ښځو  غوښتني بېلابېلي دي، دغه ډول د هر حاجت لپاره جلا زيارت هم  وي، مثلا د کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ د کڅۍ زيارت د ګوزڼ يا فلج لپاره دی، د هلمند ولايت د پير سالم بابا زيارت د هغو ناروغانو لپاره دی چي لېوني سپي داړلي وي او په جنوبي پښتونخوا کي د مومن خان او شيرينو زيارت د ناکامه مينانو لپاره دی.
ځينو زيارتونو ته ورتګ يوازي تر دعا کولو پوري محدود نه وي، بلکي ځانګړي مراسم لري، لکه شمعې بلول، د قبر سر ته ډوډۍ پخول، پر قبر اوبه پاشل، د قبر سر ته زانګو زنګول، د قبر سرته پر شنو ونو باندي مېخونه ټکوهل او داسي نور. ځيني زيارتونه بيا خپل کلني مراسم لري، لکه په کندهار کي د شاه مقصود او بلخ ولايت کي د حضرت علي (رض) زيارتونه چي هر کال د نوروز په نوم ځانګړي مراسم لري او زرګونه مېله وال ورځي.
د زيارتونو يو  بل مهم اړخ د پيرانو او زيارتونو په اړه شاعري ده. دا شاعري پر دوو لويو برخو وېشل کيږي.يو فولکلوريکه يا ولسي شاعري ده چي شاعران يې نه دي معلوم او بل هغه شاعري ده چي شاعران يې معلوم دي او په قوالي کورنۍ پوري اړه لري. ولسي شاعري چي له موسيقۍ څخه ليري پاته سوې ده ډېره برخه يې په ښځو پوري اړه لري. دلته د ولسي ادب دوې منظومي بېلګي راوړو: په ځينو سيمو کي چي ښځي اولاد  نه لري، نو د پيرانو زيارتونو ته غنم د نذر په نوم وروړي او بيا دا  ولسي شعر وايي:
راوړي مي غنم زيارته
غواړم ښه زامن زيارته
او په ځينو سيمو کي چي د يوې نجلۍ عمر ډېر سي، خو د خپلي خوښي مېړه پيدا نه کړي، نو زيارت ته د نذر په ډول يوه اندازه  اوړه وروړي او د زيارت کولو پر مهال دا ولسي شعر وايي:  
راوړي مي اوړه زيارته
غواړم ښه مېړه زيارته.
زيارتونو ته منسوب شعرونه د افغان مېرمنو  له ژوند سره خورا نژدې اړيکي لري، که دا شعرونه راټول او بيا په ځير سره وڅېړل سي، نو د ښځو  د رواني، فرهنګي، اجتماعي او کورني ژوند ډېر تياره  اړخونه روښانه کولای سي. زيارتونو ته ورتګ له اسلام او اسلامي تصوف پرته هم يو مهم بحث دی چي  اروايي، اجتماعي،  فرهنګي او علمي دلايل لري.
طبي ډاکټران وايي چي هره ناروغي له دريو عواملو څخه خامخايو عامل لري لکه رواني، فزيکي او پيتالوژيکي يا مکروبي عامل. زيارتونو ته په ورتګ سره لږ تر لږه د ناروغۍ رواني عامل ليري کېږي چي په نتيجه کي د وجود د مافيت سيسټم قوي او ناروغ ښه کېږي او که ناروغي يوازي رواني عامل ولري، نو ناروغ په بشپړ ډول جوړېږي.
د دې تر څنګ زيارتونو ته ورتګ د تفريح او ذهني سکون سبب هم کېږي. هغه ښځي چي د نارينه وو له خوا په کور کي بندي ساتل کيږي، زيارتونو ته تګ د هغوی لپاره يوه ښه مېله او تفريح ده.  اکثره طبي ډاکټران ناروغانو ته توصيه کوي چي تفريح وکړي او ځان خوشاله وساتي چي زيارت د دې ډول علاج لپاره يوه موثره، اسانه او ارزانه وسيله ده .
ځيني ښځي چي له ستونزو سره مخ وي، خو د حل کولو مرجع نه لري، د هغوی لپاره زيارتونه ډېر ښه معنوي مرستندويه ادرسونه دي. دوی تر زيارت کولو وروسته د ځينو ستونزو په اړه صبر کوي، ځيني ستونزي ورته کوچنۍ ښکاره کېږي او د ځينو ستونزو په اړه باور لري چي زيارت به يې په راتلونکي کي ورحل کړي، هغه دی چي په همدې هيله ژوند ته دوام ورکوي او ځانونه نه وژني.
ځيني ښځي چي زيارتونو ته د ورتګ چانس نه لري، نو له زيارتونو سره معنوي رابطه ساتي او په خپلو کورونو کي د هغوی په نوم خاص نذرونه او خيراتونه کوي، په دې ډول رابطه کي يوه ښځه په دعا کي له زيارت څخه غواړي چي خدای (ج) ته واسطه شي او د دې مشکل ور حل کړي.  دوی له زيارت سره وعده کوي چي که مشکل يې حل سو، نو  د دې زيارت په نوم به ځانګړی نذر يا خيرات کوي. د دې ډول معنوي رابطې څرک د پښتو ژبي په يوه لنډۍ کي وينو. يوه پېغله ډارېږي چي پلار يې د دې له خوښي پرته کوم بوډا سړي ته په نکاح نه کړي، نو د يوه پير په نوم دا لنډۍ وايي:
که مي خدای خپل همزولی يار کړ
دا سور پېزوان به شکرانه کي درکومه.
د زيارتونو اداره کول يو بل مهم بحث دی. اکثره زيارتونه د حکومت پر ځای د پيرانو د کورنيو او نور بيا د ملنګانو له خوا اداره کېږي او له دې لاري لاس ته راغلي عوايد هم د دوی جېبونو ته ځي. په افغاني ټولنه کي د زيارتونو ملنګان او پيرانو کورنۍ ځيني وختونه د ښځو له ساده ګۍ، بې سوادۍ، مجبورۍ او ديني عقايدو څخه ناوړه ګټه اخلي او د هغوی په جنسي ځورونه لاس پوري کوي. ښځي له شرمه او يا په سيمه کي د پير يا زيارت د پلويانو له امله چا ته شکايت نه سي کولای او که شکايت وکړي، نو ژوند يې په له خطر سره مخ کېږي چي يوه روښانه بېلګه يې د  ( ۲۰۱۵  م) کال د مارچ د مياشتي پر (۱۹) نېټه د (۲۷) کلني پېغلي (فرخندې) وحشتناک وژل دي.
د اسلام په مقدس دين کي د زيارت کولو  هدفونه، شرايط او اداب خورا روښانه دي، خو اوس يو شمېر ټګانو په دې نوم لوی مرکزونه جوړ کړي دي، څوک په دې نوم پيسې ګټي، چا له زيارتونو ليليه جوړه کړې او چا بيا د هوس مرکزونه ځني جوړ کړي او له ښځو ناوړه ګټه پورته کوي. دا د افغان حکومت مسئوليت دی چي دين او خرافات سره بېل او زيارتونه وڅاري، تر ټولو ښه لار يې دا ده چي زيارتونه د حکومت له خوا اداره کړل سي.  

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.