جمعه, ۳۱ وری ۱۴۰۳

ملي اجماع: حزب اسلامي او جمعيت اسلامي د اختلاف له منځه وړو ژمنه کړې

26 وږی 1396

د افغانستان د ولسونو ملي اجماع وايي، د حزب اسلامي او جمعيت اسلامي د اړيکو ښې کېدو لپاره يې له دواړو لوريو سره خبرې کړي او هغوى ويلي چې ملي ګټو ته ژمن دي او له يو بل سره اختلاف نه کوي.
حزب اسلامي او جمعيت اسلامي له ١٣٧١ کال کې وروسته له هغه مهاله چې د ډاکتر نجيب حکومت ړنګ شو، په خپلو کې جګړې کړې دي.
په تېرې شاوخوا يوه نيمه لسيزه کې وروسته له هغه چې د طالبانو واکمني له منځه ولاړه، حزب اسلامي له دولت او په افغانستان کې له مېشتو بهرنيو ځواکونو سره په جګړه بوخت شو او جمعيت د نظام برخه وګرځېد.
حزب اسلامي نږدې يو کال مخکې له دولت سره د سولې هوکړه وکړه او مشر يې څه موده مخکې کابل ته راغى.
اوس يو ځل بيا د دواړو ګوندونو کسانو يو د بل پر ضد منفي تبليغات پيل کړي چې د افغانستان د ولسونو ملي اجماع مشر محمد ابراهيم الکوزي په وينا، خلک يې اندېښمن کړي دي.
د يادې اجماع په اعلاميه کې راغلي چې د دې اجماع پلاوي دوه ځلې په دې اړه د حزب اسلامي له مشر ګلبدين حکمتيار او يو ځل د جمعيت اسلامي له اجرايي مشر او د بلخ له والي عطامحمد نور سره خبرې کړې دي.
سرچينه د جزئياتو له ورکولو پرته ليکي چې حکمتيار په لومړۍ ناسته کې يو لړ نظرونه او وړانديزونه لرل چې هغه دوى له عطامحمد نور سره شريک کړل.
د اعلاميې له مخې، عطامحمد نور ويلي چې د سولې له پروسې بشپړ ملاتړ کوي، له حزب اسلامي او د دغه ګوند له مشر سره هېڅ ډول اختلاف نه لري، تېر هېروي، له يو بل سره به يو ځاى د ملي ګټو، سولې، ثبات، يووالي او د يو بل د منلو لپاره داسې کار وکړي لکه چې د جهاد په وختونو کې يې مبارزه کوله.
سرچينه زياتوي چې د عطامحمد نور څرګندونې يې بيا له حکمتيار سره شريکې کړې.
په اعلاميه کې راغلي د حزب اسلامي مشر هم وويل چې د سولې او يووالي ټينګښت او يو بل منلو ته ژمن دى، له جمعيت اسلامي او عطامحمد نور سره هېڅ ډول اختلاف نه لري او د راتلونکو ټاکنو او په هېواد کې د امنيت د ټينګښت لپاره هر ډول خبرو ته چمتو دى.
الکوزی وايي: "دواړو محترمو مشرانو چې موږ ورنه خوشحاله يو، زموږ د افغانستان ولسونو ته دا ډاډ راکړ چې د افغانستان ملي ګټو ته ژمن دي."
ده زياته کړه: "دا وعده يې هم راسره وکړه چې موږ نور په تېرو پسې نه ګرځو؛ د افغانستان د جوړولو لپاره، د افغانستان د يووالي لپاره موږ په نوو طرحو باندې کار کوو."
د حزب اسلامي د مطبوعاتي ډلې غړي محمد نادر افغان رسنیو ته وويل چې د ولسونو ملي اجماع پلاوي د حزب اسلامي له مشر سره ليدلي دي.
هغه وويل: "هغوی ويلي وو موږ به ستاسو په منځ کې منځګړيتوب وکړو او ستاسو په منځ کې به اختلافات له منځه يوسو، جوړجاړی به سره وکړو، بيا مشر ورته ويلي وو چې موږ له هېچا سره اختلاف نه لرو، له عطا سره هم اختلاف نه لرو، له نورو سياسي احزابو سره هم مخالفت نه لرو، زموږ کار يواځې او يواځې د سولې د ټينګښت لپاره دی."
د ده په وينا، حزب اسلامي له هېچا سره شخصي، تنظيمي، سمتي او قومي اختلاف او هېڅ نوع مشکل نه لري.
افغان زياتوي: "زموږ هڅې د جګړې د پای ته رسولو لپاره دي، د ملي او اسلامي ارزښتونو لپاره کار کول دي او که په دې برخه کې که څوک له موږ سره همکاري کوي، هر وخت ورسره همکاري کوو ."
هڅه مو وکړه چې په دې اړه د عطامحمد نور له وياند سره خبرې وکړو خو اړيکه ورسره ټينګه نه شوه.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(1 رایه)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.