پنجشنبه, ۰۶ غويی ۱۴۰۳

د نورستان پر برګمټال ولسوالۍ سلګونه طالب وسله والو بريد کړی

20 وږی 1396

د نورستان پر برګمټال ولسوالۍ نن سهار سلګونو طالب وسله والو ډله ييز بريد کړى چې لا هم شديده نښته روانه ده.
له سيمه ييزو خلکو سره د ولسوالۍ د سقوط وېره هم پيدا شوې او وايي که ولسوالۍ سقوط شي؛ نو شمالي ولايتونو ته د طالبانو د تګ خوندي لاره به پرانيستل کېدای شي.
خو امنيتي چارواکي وايي چې له وسله والو سره کلک مقاومت پيل شوی او هوايي ځواک هم سيمې ته رسېدلی دی.
د نورستان امنيه قوماندان مل پاسوال غلام محی الدین سروري د وږي په ۲۰مه وويل چې د بهرنيانو په ګډون له ۳۰۰ زياتو وسله والو په دې ولسوالۍ نن سهار شاوخوا پنځه بجې ډله ييز بريد پيل کړی دی.
هغه زياته کړه چې په وسله والو کې د ميجر يوسف په نوم يو پاکستانی قوماندان هم شامل دی چې په مشرۍ يې د شل کسیزې دوه ډلې په بېلابېلو سيمو کې له امنيتي ځواکونو سره پر جګړو بوختې دي.
د نوموړي په وينا، تر اوسه د ۱۳ وسله والو د وژل کېدو خبره کره شوې او دغه راز دوه پوليس هم ټپيان دي خو نښته په شدت سره روانه ده او نور جزئيات به يې وروسته په ډاګه شي.
سروري وايي: ((د بريدګرو ټولو وسله والو شمېر له ۳۰۰ لوړ دی.))
د نورستان والي حافظ عبدالقيوم وايي چې سيمې ته تازه دم سرتېري او دغه راز د افغان هوايي ځواک مرسته رسېدلې او تمه شته چې د وسله والو ډله ييز بريد د امنيتي ځواکونو له لويو تلفاتو پرته له ماتې سره مخ شي.
دی وایي، وسله والو له تېرو څو ورځو راهيسې دغه ولسوالۍ محاصره کړې وه او دوی هم ورته بشپړ چمتووالی نيولی؛ ځکه خو يې نننۍ نښته تر ډېره د دوی په ګټه روانه ده.
د نورستان د ولايتي شورا رييس سعدالله پاينده زوی سره بيا د برګمټال ولسوالۍ د سقوط وېره موجود ده او وايي، د وسله والو شمېر ته په کتو ښايي وسله وال د ولسوالۍ پر نيولو بريالي شي.
هغه زياتوي، که د برګمټال ولسوالۍ ونيول شوه؛ نو شمالي ولايتونو ته به د دغې ډلې د تګ راتګ لپاره خوندي لار پيدا او هلته به خپل فعاليتونه په اسانۍ سره ترسره کړي.
په نننۍ نښته کې د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې په تړاو لا راپورونه نه دي ورکړل شوي؛ خو چارواکو له دې برخې ډاډ څرګند کړی دی.
بلخوا وسله والو طالبانو ويلي چې پر برګمټال ولسوالۍ يې نن سهار ډله ييز بريد پيل کړی او يو شمېر سيمې يې له افغان امنيتي ځواکونو نيولې دي.
د دې ډلې وياند ذبېح الله مجاهد رسنیو ته د خپل وايبر له لارې په را استولي يو پيغام کې ويلي چې نن سهار د نورستان د برګمټال ولسوالۍ په مرکز او ټولو پوستو عملیات پیل شول، ۳ پوستې او پراخې سیمې نيول شوې، پرمختګ دوام لري.
خو د نورستان ولايت چارواکو د پوستو او سيمو نيول بې بنسټه ادعا ګڼلې ده.
نورستان چې يو لرې پروت غرنيز ولايت دی، وسله وال طالبان ډېر کله د دغه ولايت پر بېلابېلو ولسواليو ورته ډله ييز بريدونه کوي چې دواړو لورو ته درنه مرګ ژوبله په کې اوړي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.