جمعه, ۳۱ وری ۱۴۰۳

"د سیمې استخبارات په افغانستان کې قومي او مذهبي اختلافاتو ته لمن وهي"

04 وږی 1396

په بلخ ولايت کې د کابل د امام زمان پر جومات د بريد په غبرګون کې راټول شوي کسان وايي چې د سيمې استخبارات په افغانستان کې د قومي او مذهبي لرې والي په هڅه کې دي.
خو دوی ټينګار کوي چې افغانان د دښمن پر ورته شومو  موخو پوهېږي او پر وړاندې به يې د يو ملت په توګه مبارزه وکړي.
د بلخ ولايت ولايتي شورا په انګړ کې د وږي په ۴مه لسګونه مدني فعالان او د ولايتي شورا غړو په کابل کې د امام زمان پر جومات د شوي بريد غندنه وکړه.
مدني فعالانو په استازيتوب محمد يزدان پرست وويل چې د افغانستان په هره سيمه کې چې پر جوماتونو بريد شوی، که سني په کې وژل شوی او که شيعه؛ افغانان يې پر وړاندې د ملت په توګه درېدلي دي.
نوموړي زياته کړه چې د سيمې استخبارات په دې هڅو کې دي چې پر جوماتونو، مقدسو ځايونو د بريدونو له لارې د افغانانو ترمنځ د قوم او مذهب په نامه بېلوالي رامنځته کړي؛ خو دغه شوم هدف ته به ونه رسېږي.
د هغه په وينا، افغانان د دښمن پر دسيسو پوه دي او اوس د يو ملت په توګه د هرې ستونزې پر وړاندې عمل کوي.
بلخوا د ولايتي شورا غړي هاشم عظيمي هم د ورته پېښو پر مهال پر ملي يووالي ټينګار وکړ.
نوموړي زياته کړه چې په ورته حالاتو کې بايد افغانان له حوصلې او زغم څخه کار واخلي او د يو ملت په توګه د هرې ستونزې پر وړاندې ودرېږي.
خو مدني فعالې نفيسې وويل چې دولت بايد د ورته بريدونو پر وړاندې خپله امنيتي پاليسۍ کې بدلون راولي.
نوموړې زياته کړه چې له تېر يو کال څخه د هېواد په بېلابېلو سيمو کې پر جوماتونو د بريدونو پېښې ډېرې شوي، بايد حکومت نوې امنيتي تګلاره خپله کړي.
د هغه په وينا، ولس د يو ملت په توګه سره راټول دي او حکومت بايد له دغه بستر څخه د امنيت په برخه کې کار واخلي.
نفيسې زياته کړه: ((دا زموږ حق دی چې بايد په ښارونو، کورونو، جوماتونو او مقدسو ځايونو کې په امن کې ژوند وکړای شو.))
څلورو وسله والو پرون له غرمې وروسته شاوخوا یوه نیمه بجه د کابل ښار د یوولسمې حوزې اړوند د خیرخانې سیمې د امام زمان پر جومات ډله ییز برید وکړ.
د کورنیو چارو او عامې روغتیا وزارتونو د معلوماتو له مخې، په دغه برید کې د ښځو او ماشومانو په ګډون تر ۳۰ زیات کسان وژل شوي او تر ۷۰ زیات ټپیان دي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.