شنبه, ۰۱ غويی ۱۴۰۳

ننګرهار کې د دوو قومونو ترمنځ د شوکاڼو د غره د ملکيت په سر جګړه رامنځته شوې

30 زمری 1396

د ننګرهار په شېرزادو ولسوالۍ کې د غره پر سر د دوو قومونو ترمنځ وسله واله نښته رامنځته شوې او تر منځ یې سپکې او درنې وسلې کارول کېږي.
د شېرزادو ولسوال حاجي ملک حسن وويل چې نښته نن سهار وختي د دې ولسوالۍ اړوند د ترکي غره پر سر د شلل خېل او عيسی خېل قومونو تر منځ رامنځته شوې ده. هغه وايي، جګړه د شوکاڼي ډبرو د يو غره پر سر تر لانجې وروسته پيل شوې چې د پيکا او راکټ په ګډون د درنو وسلو استعمال هم پيل شوی؛ خو تر اوسه يو لور ته هم مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
د ولسوال په وينا، د دواړو قومونو تر شا د همدغو قومونو اړوند د وسله والو طالبانو ډلګۍ ولاړې دي او قومونو ته وسلې او مهمات ورکوي.
د ننګرهار د ولايتي شورا غړی او د شېرزادو ولسوالۍ قومي مخور اجمل عمر بيا وايي چې نښته د شوکاڼي پر سر نه ده، بلکې له پخوا راهيسې د دې قومونو تر منځ کله نا کله شخړې کېږي.
نوموړی وايي، له اويا کلونو راهيسې دواړه قومونه (شلل خېل او عيسی خېل) يو بل ته کله د لرګيو، کله د اوبو او کله د بل څه پلمې جوړوي او د شخصي ګټو لپاره سره جګړه کوي.
د اجمل عمر د معلوماتو له مخې، اوسنۍ جګړه هم د اوبو پر سر رامنځته شوې.
په ننګرهار کې د شوکاڼو ډبرو د پروسس فابريکو د اتحاديې مشر او د شېرزادو اوسېدونکی حاجي ولي هم وايي چې نښته د شوکاڼو پر سر نه ده؛ خو د شوکاڼو سوداګرۍ ته د توطيه جوړولو په خاطر پيل شوې ده.
هغه وايي، جګړه که په ښکاره د دوو قومونو تر منځ ده؛ خو تر شا يې وسله والې ډلې ولاړې دي او غواړي د شوکاڼو سوداګري زيانمنه کړي.
په همدې حال کې د شېرزادو ولسوالۍ يوه قومي مشر حاجي وردګ وويل چې لانجه د شوکاڼو د يوه غر پر سر ده او د دې جګړې په کنټرول کې حکومت پاتې راغلى.
دی وايي لس ورځې وړاندې يې په فېسبوک او نورو رسنيو کې غږ پورته کړی چې د يادو قومونو تر منځ د شوکاڼي د غره پر سر جګړه پيلېدونکې ده؛ خو وايي تر اوسه يې دولت پر وړاندې هېڅ اقدام نه دی کړی.
د شېرزادو ولسوالۍ يوه اوسېدونکي مولاګل هم وويل چې جګړه د شوکاڼي د غره پر سر ده او تر شا يې وسله وال طالبان ولاړ دي.
دی غوښتنه کوي چې حکومت دې په سيمه کې امنيتي پوستې جوړې کړي، څو وضعيت کنټرول او د جګړو تر څنګ د شوکاڼو ډبرو د قاچاق مخه ونيول شي.
بلخوا د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي هم ياده پېښه تاييد کړه او زیاته یې کړه چې سیمه کې وسله وال طالبان د دغو دوو قومونو تر شا ولاړ دي او هغوی خپلو کې جنګوي.
هغه وايي، ولایتي اداره پلان کې لري چې په دې سیمه کې پر وسله والو طالبانو پوځي عملیات ترسره کړي.
د يادولو ده، وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.


دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.