پنجشنبه, ۰۶ غويی ۱۴۰۳

سرچينه: ټرمپ افغانستان ته د څلور زره امريکايي سرتېرو لېږلو پرېکړه کړې

30 زمری 1396

يو شمېر بهرنيو رسنيو خبر ورکړى چې امريکا به افغانستان ته شاوخوا څلور زره نوي سرتېري ولېږي
د ايران د تسنيم او د روسيې سپوټنيک خبري اژانسونو د دوو مشهورو نړيوالو رسنيو (پولتيکو او فارين پاليسي) د خبريال کيټ برنن له خولې خبر ورکړى چې د امريکا ولسمشر ټرمپ د افغانستان په اړه خپله نوې ستراتيژي نهايي او لاسليک کړې ده.
د دغو رسنيو ياد خبريال د ډيويډ کمپ د ناستې په اړه د دوو باوري سرچينو په حواله ويلي چې دا پرېکړه په ياد کمپ کې د تېرې جمعې ورځې د ناستې پر مهال شوې ده.
سرچينې زياته کړې چې د امريکا ولسمشر ټرمپ له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د نه ايستلو او دغه هېواد ته د شاوخوا څلور زره نورو سرتېرو د لېږلو طرحې لاسليک کړې دي.
سرچينې وايي چې افغانستان ته به دغه نوي تلونکي امريکا سرتېري د افغان امنيتي ځواکونو په روزنه او دغه راز د ترهګرۍ پر ضد عملياتو کې برخه واخلي.
د امريکا د ولسمشر ټرمپ په مشرۍ د لوړپوړو نظامي چارواکو په ګډون د تېرې جمعې په ورځ د ډيويډ په نامه کمپ کې د افغانستان په اړه د امريکا د نوې ستراتيژۍ په هکله مهمه ناسته ترسره شوه.
له افغانستانه د ټولو امريکايي ځواکونو د ايستلو، افغانستان ته د نوو امريکايي ځواکونو د لېږلو او دغه راز د افغانستان جګړه يوې خصوصي امنيتي کمپنۍ ته د سپارلو طرحې د ډيويډ ناستې ته په وړاندې شوو طرحو کې شاملې وې.
تېره ورځ ټرمپ په خپله ټويټرپاڼه کې ليکلي وو چې هغه له خپلو مهمو جنرالانو سره د افغانستان د جګړې په اړه مهمه ناسته درلوده او د افغانستان په اړه ډېر تصميمونه نيول شوي دي.
له دې مخکې د افغانستان په اړه د امريکا نوې ستراتيژي چمتو شوې وه، خو په هغه د بدلونونو له امله دا ستراتيژي وځنډېده او بيا ځلې چمتو شوه.
په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو عمومي قوماندان جان نيکولسن له ولسمشر ټرمپ څخه افغانستان ته تر پنځه زره پورې د نوو امريکايي ځواکونو د لېږلو غوښتنه کړې وه.
د افغانستان حکومت مخکې ويلي وو چې دوى د امريکا له حکومت سره په رسمي چوکاټ کې د امريکا د حکومت د هرې پرېکړې هرکلى کوي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.