پنجشنبه, ۰۶ غويی ۱۴۰۳

طالبانو په بدخشان کې یو ځوان په درو وهلی

30 زمری 1396

د بدخشان ځايي چارواکي وايي چې طالبانو د دغه ولايت په راغستان ولسوالۍ کې يو ځوان د زنا په تور سل درې وهلى.
د بدخشان د راغستان ولسوال مولوي غلام الله سيد نن وويل چې د خلدسک سيمې د ديګه کلي يو معيوب ځوان چې طيب نومېږي او د سرې مياشتې په کلينيک کې تر درملنې لاندې و، د همدغه کلي له يوې نجلۍ سره نا روا اړيکه درلوده.
هغه زياته کړه: "نجلۍ حامله شوې ده او دواړو ځوانانو پر خپل جرم اعتراف وکړ او دواړه مجرد هم دي."
غلام الله سيد زياته کړه چې طالبانو پرون طيب نومى کس د زنا په تور تر خپل کنټرول لاندې سيمه کې د (رونجاب) په بازار کې په عام ډګر سل درې وواهه او د نجلۍ د برخليک په اړه تر اوسه معلومات نه شته.
د بدخشان د ولايتي شورا غړي محبوب الرحمن طلعت وويل: "دا سمه ده چې د شريعت له مخې مجرد زناکار او مجرده زناکاره بايد د باصلاحيته محکمې له ثبوت وروسته سل شرعي درې ووهل شي؛ خو د طالبانو دغه عمل يوه صحرايي محاکمه ده او له اسلامي شريعت سره هېڅ تړاو نه لري."
نوموړي زياته کړه، تر اوسه معلومه نه ده او ښايي د دط قضيې تر شا دسيسه شتون ولري او پر دغه ځوان ياد شوى حد په ناعادلانه او بې انصافه توګه تطبيق شوى دى.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.