د نيمروز ولايت چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو د خاشرود ولسوالۍ د نيولو په موخه پراخ بريد وکړ چې د امنيت ځواکونو له مقاومت سره مخ شو .
د خاشرود ولسوال محمد هاشم نورزي وويل چې تېره شپه لسګونو وسله والو طالبانو له څو لوريو پر دغې ولسوالۍ بريد وکړ او هڅه يې کوله چې سقوط يې کړي .
هغه وويل، د وسله والو بريد د امنيتي ځواکونو له مقاومت سره مخ شو چې له امله يې وسله وال شاتګ ته اړ شول .
د نيمروز د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال محمد صالح د دغه بريد په تاييد سره وويل، ياد بريد څو ساعته دوام وکړ چې بالاخر وسله وال له ماتې سره مخ او خپلې موخې ته ونه رسېدل .
دده په وينا: (( د دغه بريد پرمهال څلور وسله وال طالبان وژل شوي او څو تنه نور يې ټپيان دي، دوه هاموې موټر او يو ماشيندار د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلي او امنيتي ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى.))
وسله والو طالبانو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي .
خاشرود د نيمروز ستراتيژيکه ولسوالۍ ده چې د دغه ولايت د مرکز زرنج ښار او دلارام ولسوالۍ پر لويه لار پرته ده .
چارواکي : پر خاشرود ولسوالۍ د وسله والو بريد له ماتې سره مخ شو
خپل نظر ورکړئ
Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.