سه شنبه, ۲۸ وری ۱۴۰۳

داعش د کونړ څلورو ولسواليو کې د مخابراتي شبکو پر فعاليت بندېز لګولى

01 غويی 1397

اسعداباد (دغويي لومړۍ نېټه، ٩٧): داعش وسله والې ډلې د کونړ ولايت په څلور ولسواليو کې د مخابراتي شبکو پر فعاليت بندېز لګولى دى.
د کونړ د ماڼوګي ولسوالۍ يو تن اوسېدونکي ګوهرساپي وويل چې له تېرې يوې مياشتې راهيسې په دغې ولسوالۍ کې ددولت وسله والو مخالفينو د مخابراتي شبکو پر فعاليت بندېز لګولى او خلک له سختو ستونزو سره مخامخ دي.
هغه زياته کړه چې دا ستونزه د ماڼوګي ولسوالۍ سربېره په چپې درې ولسوالۍ کې هم رامنځته شوې او خلک اړ شوي چې د ټيلېفوني اړيکو لپاره نورو سيمو ته لاړ شي.
نوموړي له دولت او د مخابراتي شبکو له مسوولينو وغوښتل چې دا ستونزه ژر تر ژره هواره کړي.
د چپې درې ولسوالۍ اوسېدونکى ياسرهم وايي چې له څو اوونيو راهيسې يې په ولسوالۍ کې ټيلېفونونه کار نه کوي.
نوموړى وايي چې وسله والو مخالفينو دغه شبکې بندې کړې دي، خو دا يې ونه ويل چې دا کومه ډله ده.
د کونړ د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رييس محمد مددزی وايي چې داعش وسله والې ډلې د په ماڼوګي، چپې درې ولسواليو او د څوکۍ ولسوالۍ په دېوګل دره او همدارنګه د نورګل ولسوالۍ په مزار دره کې د مخابراتي شبکو پر فعاليت بندېز لګولى دى.
هغه پژواک اژانس ته وويل چې د قومي مشرانو او د سيمې د اوسېدونکو په مرسته يې ددې ستونزې د حل په موخه هڅې پيل کړې دي.
د نوموړي په وينا،د مخابراتي شبکو مسوولينو ته يې هم خبر ورکړی ترڅو کونړ ته راشي او د دې ستونزې لپاره په ګډه د حل لارې چارې ولټوي .
د مخابراتو رييس وايي چې په دې سيمو کې ډېرى د "ايم ټي ان" شبکې فعاليت کاوه چې اوس بند شوى دى.
د کونړ د والي وياند عبدالغني مصمم هم مني چې په يو شمېر سيمو کې مخابراتي خدمات بند شوي دي .
هغه  وويل چې ددې ستونزې د هواري لپاره د ولايت په کچه هڅې پيل شوې دي.
پژواک هڅه وکړه چې په کونړ کې د مخابراتي شبکو د مسوولينو نظر واخلي، خو بريالى نه شو.
دا لومړى ځل دى چې دکونړ په ځينو ولسواليوکې دداعش وسلواله ډله د شپې او ورځې له خوا د مخابراتي شبکو پر فعاليت بندېز لګوي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.