پنجشنبه, ۰۹ وری ۱۴۰۳

بادغيس کې ټاکنو ته د نوم ليکنې پر مرکز بريد کې يو پوليس وژل شوى

01 غويی 1397

قلعۀ نو (١ غويى ٩٧): د بادغيس ولايت د مرکز اړوند په باغبانانو سيمه کې تېره شپه د رايې ورکولو لپاره د نوم ليکنې پر يو مرکز په بريد کې يو پوليس وژل شوى او بل ټپي دى.
دا څرګندونې د بادغيس امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالرووف تاج رسنیو ته وکړې او ويې ويل چې دولتي ځواکونو له بريدکوونکو څخه يو تن ژوندى نيولى دى.
د سيمې يو تن اوسېدونکى عبدالله چې ياد مرکز ته نږدې اوسيږي، هم تاييدوي چې په بريد کې يو پوليس وژل شوى او بل ټپي دى، خو وايي چې د ژوندي نيول شوي بريدکوونکي په اړه معلومات نه لري.
وسله والو مخالفينو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ويلي.
وړمه شپه د ننګرهار ولايت په مرکز جلال اباد کې هم د نوم ليکنې پر مرکز په وسله وال بريد کې دوه پوليس وژل شوي و او تېره سې شنبې وسله والو په غور کې د نوم ليکنې د مرکز درې کارکوونکي او دوه پوليس وتښتول، خو بېرته يې خوشي کړل.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.