شنبه, ۰۱ غويی ۱۴۰۳

عطاء محمد نور خلک په ټاکنو کې د ګډون لپاره نوم ليکنې ته را وبلل

01 غويی 1397

 مزارشريف(د غويي لومړۍ نېټه ٩٧): د جمعيت اسلامي ګوند د اجرايي شورا مشر عطاء محمد نور له خلکو وغوښتل چې د غوره راتلونکي د ټاکلو لپاره بايد په راتلونکو ټاکنو کې د ګډون لپاره نوم ليکنه وکړي.
نوموړي دغه څرګندونې په مزار شريف کې هغې ناستې ته وګړې چې د ملي شورا غړو، د ولايتي شور رييس او غړو، سپين ږيرو، ديني عالمانو، ښځو، ځوانانو او د بلخ ولايت د محلونو استازو په کې ګډون کړى و.
نوموړي له خلکو وغوښتل چې په ټاکنو کې د ګډون لپاره بايد له خپلو تذکرو سره د نوم ليکنې مرکزونو ته لاړ شي او په ټاکنو کې د ګډون فرصت تر لاسه کړي.
 نور په ټاکنو کې د خلکو نقش د پرمختګ لپاره د صالحو افرادو د غوره کولو په موخه مهم وباله او ويې ويل چې ټاکنې د ديموکراسۍ او ولسواکۍ اساس دى او خلک په دې برخه کې اصلي رول لري، بايد ټول د تذکرو اخيستلو کې حماسه کړي او که پېژندپاڼه لري، په ټاکنو کې د ګډون لپاره نوم ليکنه وکړي.
نور په ټينګار سره زياته کړه:((خپل راتلونکى بايد سر له نن ورځې بدل کړو، دغه چاره په نوي ميتود له نوم ليکنې پرته بل ډول د امکان وړ نه ده.))
هغه په ډاګه کړه چې زاړه کارتونه اعتبار نه لري او بايد له سره نوم ليکنه وشي.
ټاکل شوې چې د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو ټاکنې د روان کال د تلې مياشتې په ٢٨ مه نېټه تر سره شي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.