جمعه, ۳۱ وری ۱۴۰۳

د هلمند سيند دوديزه مشاعره جوړه شوه

01 غويی 1397

لښکرګاه(۳۱ورى٩٧): لښکرګاه ښار کې د هلمند سيند کلنۍ دوديزه مشاعره د شاعرانو او ليکوالانو په ګډون جوړه شوه.
د اړوندې موضوع په اړه جوړې شوې غونډې ته د هلمند والي حيات الله حيات وويل چې شاعران بايد د سولې لپاره ځانګړي شعرونه و وايي.
دغه راز حيات له خلکو هم غوښتنه وکړه چې د ټاکنو په ټولو پروسو کې ګډون وکړي او خپل راتلوونکى برخليک په خپله وټاکي.
د هلمند والي په دې مشاعره کې د هلمند د سيند په اړه خپل جوړ کړى شعر هم ولوست.
دغه راز په دې غونډه کې د هلمند د اطلاعاتو او کلتور رييس فريد احمد فرهنګ وويل چې په دې مشاعره کې د هلمند ترڅنګ له زابل، کندهار، فراه او کويټي او چمن څخه هم شاعرانو او ليکوالانو برخه اخيستې ده.
نوموړي د دې مشاعرې له جوړيدو خوښي وښوده او ويې ويل چې له ځانه سره د سولې پيغام لري.
د يادونې وړ ده چې دغه مشاعره هر کال د وري په مياشت کې د هلمند د سيند پر غاړه جوړيږي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.