پنجشنبه, ۰۹ وری ۱۴۰۳

ناټو: د افغانستان اوسنيو شخړو هواري لپاره د پياوړي دولت شتون اړين دی

28 کب 1396

کابل (٢٧ کب ٩٦): د ناټو ملکي استازى او سفير وايي چې د افغانستان د اوسنيو شخړو د هواري لپاره د يو پياوړي دولت شتون اړين دى او پرته له دې ډاډمن امنيت نه شي راتلى.
دغه څرګندونې په افغانستان کې د ناټو سازمان ملکي استازي کرنيلوز زميرمان له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وکړې.
نوموړي له ٢٠١٣ زېږديز کال څخه تر ٢٠١٥ کاله پورې په مزارشريف ښار کې د جرمني د کونسل جنرال په توګه دنده ترسره کړې او له ٢٠١٧ کال راهيسې د ناټو د سفير او ملکي استازي په توګه کار کوي.
هغه د ملي يووالي حکومت د فعاليتونو په اړه وايي: "د دغه حکومت جوړېدل مې له نږدې کتلي او د ملکي استازي په توګه يې فعاليتونه تعقيبوم، زموږ په هېواد کې هم د يوې اوږدې مودې لپاره همدا ډول حکومت و."
د نوموړي په وينا، دوى د ملي يووالي او ګډ حکومت پراخې تجربې لري، هلته سياسيون يو بل ته درناوى لري.
د ناټو ملکي استازي د ولسمشر غني او ډاکتر عبدالله د ګډ کار د جرئت ستاينه کوي چې له تېرو درېيو کلونو راهيسې يې ترسره کوي.
د هغه په وينا، د افغانستان په ملي يووالي حکومت کې ټولو قومونو او اقليتونو ته ونډه ورکړل شوې ده او يو پراخ بنسټه حکومت يې جوړ کړى دى.
د ناټو ملکي استازى په افغانستان کې د داخلي کشمکشونو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وايي چې د افغانستان د اوسنيو شخړو د هواري لپاره د يو قوي او پياوړي دولت شتون اړين دى.
هغه وايي: "له پياوړي دولت پرته يو قانوني حکومت او ډاډمن امنيت نه شي رامنځته کېداى."
نوموړي هيله څرګنده کړه چې د افغانستان ملي يووالي حکومت د ټولو افغانانو د ښيګڼې لپاره د قانون په پلي کولو کې خپلو اقداماتو ته ادامه ورکړي.
ده زياته کړې، با ثبات افغانستان د ټولو افغانانو او ټولې سيمې او په ټوله کې د ناټو د امنيت او ثبات په ګټه دی.
د ملي يووالي حکومت د اصلاحاتو په اړه د ناټو ملکي استازي د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې په هره برخه کې د پام وړ اصلاحات رامنځته شوي دي.
ده زياته کړه چې په ځانګړې توګه په اقتصادي برخه کې د پام وړ اصلاحات راوړل شوي او د تدارکاتو کمېسيون يې ژوندۍ بېلګه ده.
دغه راز زميرمان ويلي چې د فساد پر وړاندې مبارزه کې هم جدي اقدامات پيل شوي، د فساد پر ضد عدلي او قضايي مرکز رامنځته شوى او تر اوسه يې ګڼ شمېر ملکي او پوځي چارواکي محاکمه کړي دي.
د هغه په وينا، ناټو غواړي چې په ټولو سکتورونو کې اصلاحات پلي شي، ځوانو او فعالو کدرونو ته په کې د کار چانس ورکړل شي.
ده زياته کړې: "سوله هغه مهال ترلاسه کېداى شي چې حکومت خلکو ته په هره برخه کې ښه خدمات وړاندې کړي."
هغه زياته کړه چې له افغانستان سره د ناټو ژمنې پياوړې دي، خو له افغان حکومت څخه غواړي چې د اصلاحاتو په اړه د خپلو ژمنو عملي کولو ته دوام ورکړي.
د راتلونکو ټاکنو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې د ناټو ملکي استازي وويل چې د افغانستان ثبات او ديموکراسۍ لپاره پر خپل وخت د پارلماني او ولسمشريزو ټاکنو ترسره کول اړين دي.
زميرمان وايي چې ټاکنې د افغانستان په اړه د نړيوالې ټولنې ژمنو ته هم مهمې دي، د افغانستان حکومت د رڼو او عادلانه ټاکنو ژمنه کړې ده او دغه ژمنه د وارسا د سرمشريزې غونډې په قطعنامه کې هم راغلې ده.
د بلخ ولايت د قضيې په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې د ناټو ملکي استازي وويل چې افغانستان يو خپلواک هېواد دى او دوى په دې قضيه کې څه نه شي ويلى.
خو هغه هيله څرګنده کړه چې حکومت او ټول سياسي اړخونه به د افغانستان د قانون په رڼا کې دې قضيې ته د حل لاره راوباسي.
ده زياته کړه: "له تېرو ١٦ کلونو راهيسې زه ګورم چې افغان سياسي مشران دا ډول شخړو ته په ښه توګه سياسي حل لاره پيدا کړې ده."
د امريکا د ولسمشر ټرمپ د هغه دريځ په اړه چې له طالبانو سره يې د سولې له خبرو انکار کړى و، د ناټو ملکي استازى وايي چې نوموړي دغه دريځ د کابل تر خونړيو بريدونو وروسته خپله نیولی و.
خو هغه زياته کړې چې د امريکا نورو چارواکو او په دې وروستيو کې د بهرنيو چارو وزارت مرستيالې اليس ويلز په ډاګه کړې ده چې د سولې د خبرو لپاره يې دروازې خلاصې دي او ناټو هم د سولې لپاره خپلو هلو ځلو ته دوام ورکوي.
هغه د کابل پروسې دويم کنفرانس پر مهال د ولسمشر غني له خوا طالبانو ته له قيد او شرط پرته د سولې د وړانديز ستاينه وکړه.
زميرمان وايي: "افغانستان يو تاريخي چانس لري چې سوله ترلاسه کړي، اوس دا طالبانو پورې اړه لري چې د افغان ولسمشر د سولې وړانديز ته ځواب ورکړي."
د نوموړي په وينا، ناټو او متحدين يې تل د افغانستان د شخړې پر سياسي حل ټينګار کړى دى، طالبان بايد پوه شي چې دوى د جګړې په ميدان کې نه شي بريالى کېدای؛ ځکه بايد د سولې لاره خپله کړي.
د ناټو ملکي استازى وايي چې دوى به د افغانانو په مشرۍ د سولې له پروسې خپل ملاتړ ته دوام ورکوي او افغان حکومت هم بايد د سولې په اړه خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
نوموړى وايي چې ٢٠١٨ کال کې به هم امنيتي ننګونې وي، په جنورۍ کې خونړي بريدونه شوي، خو دا په دې معنا نه ده چې طالبان ګټونکي دي او نه هم د کوم ولايت يا ولسوالۍ په نيولو کې بريالي شول.
زميرمان وايي چې ناټو به د افغان ملي ځواکونو روزنې، همکارۍ او مالي ملاتړ ته دوام ورکوي.
د افغانستان او پاکستان د اړيکو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې د ناټو ملکي استازي وويل چې د پاکستان په ګډون د افغانستان ټول ګاونډي هېوادونه بايد د سولې له پروسې ملاتړ وکړي ځکه چې افغان سوله د دوى په ګټه هم ده.
ده زياته کړه چې د کابل پروسې دويم کنفرانس پر مهال افغان حکومت په ډاګه کړه چې له پاکستان سره رغنده خبرې اترې غواړي او ناټو د افغان حکومت د دې هڅو ملاتړ کوي.
خو دى وايي: "دا يو طرفه لاره نه ده، پاکستان هم بايد په دې برخه کې هڅې او همکاري وکړي، دا ډېره د خوښۍ خبره ده چې پاکستان د افغان ولسمشر د سولې د وړانديز هرکلى کړى."
په افغانستان کې د ناټو د روان ماموريت په اړه زميرمان وويل چې دغه ماموريت د افغان حکومت او مشرانو په غوښتنه پيل شوى او دغه ماموريت د افغان ځواکونو تر بشپړې او تر ښې روزنې پورې به ادامه لري.
د هغه په وينا، څو پورې چې افغان حکومت غواړي دغه ماموريت به ادامه لري. وروستۍ نېټه يې نه ده معلومه.
خو هغه زياته کړه: "دا په دې معنا نه ده چې زموږ ماموريت به لا محدوده وي."
د ناټو ملکي استازي افغانانو ته په خپل پيغام کې وويل چې افغان ځواکونه ورځ تر بلې پياوړي کېږي او خپلو کارونو ته ژمن دي.
هغه زياته کړه چې د دغو ځواکونو لاسته راوړنې ورځ تر بلې زياتېږي او افغانان بايد له خپلو ملي ځواکونو کلک ملاتړ وکړي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.