پنجشنبه, ۰۶ غويی ۱۴۰۳

"تر يوې مياشتې د رايې ورکوونکو د نوم ليکنې لړۍ پيليږي"

28 کب 1396

کابل (٢٧ کب ٩٦): د ټاکنو خپلواک کميسيون د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو ټاکنو د درې مياشتني ځنډ په اعلانولو سره وايي، تر يوې مياشتې پورې د رايې ورکوونکو د نوم ليکنې لړۍ پيلوي.
د ټاکنو خپلواک کميسيون له دې وړاندې د ١٣٩٧ لمريز کال د چنګاښ ١٦ مه نېټه، د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو د ټاکنو ورځ اعلان کړې وه.
د ټاکنو خپلواک کميسيون عملياتي مرستيالې او کمېشنرې وسيمې بادغيسي، نن د رايې ورکوونکو د نوم ليکنې مواد د ترلاسه کولو په مراسمو کې وويل، راتلونکي کال کې د ټاکنو ترسره کولو پرېکنده هوډ لري او د ټاکنو ترسره کولو د زمينې برابرولو لپاره هلې ځلې پيل شوې دي.
د ټاکنو خپلواک کميسيون يادې چارواکې وويل: "د نوملړ برابرولو لپاره د لومړي ځل لپاره عملي او بنسټيز ګامونه پورته شوي، څو پر بنسټي يې وکولى شو د رايې ورکوونکو نوملړ چمتو کړو."
هغې زياته کړه، د ټاکنو کارتونو ټول يې باطل دي او راتلونکې ټاکنې د رايې ورکوونکو د نوملړ او هويت تذکرو پر بنسټ ترسره کېږي.
د هغې په وينا، ټاکل شوې د رايې ورکوونکو د نوم ليکنې لړۍ د ١٣٩٧ کال د وري مياشتې تر وروستيو پورې پيل او دغه لړۍ به دوه مياشتې وخت ونيسي چې لومړۍ مياشت به يې د ولايتونو په مرکز، ١٥ ورځې د ولسواليو په مرکزونو کې او له هغه وروسته ١٥ ورځې په کليو او بانډو کې دوام ومومي.
هغې د دې خبرې په څرګندولو سره چې هر هېوادوال د هويت تذکرې له مخې ثبتېږي، زياته کړه: "څوک چې د نوم ليکنې په موخه مرکزونو ته راځي، د هغه د تذکرې له ثبت وروسته به په کې امنيتي کوډ ولګول شي چې د ټاکنو په ورځ به په هماغه تذکرې او امنيتي کوډ خپل د خوښې وړ نوماند ته رايه ورکولى شي."
بادغيسۍ وويل: "د ټاکنو خپلواک کميسيون خپل تخنيکي بحثونه ترسره کړي او ډېر ژر به د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو د ټاکنو کره نېټه په ډاګه کړي او کېداى شي ټاکنې د تلې په مياشت کې ترسره شي."
نوموړې يادونه وکړه، د هېواد غيرعادي او جګړه ييز وضعيت ته په پام سره د ټاکنو کميسيون په يواځې توګه ټاکنې نه شي ترسره کولى.
نوموړې په دغه برخه کې له حکومت، امنيتي بنسټونو، سياسيونو، د ټاکنو نوماندانو او نړيوالې ټولنې د مرستې غوښتنه وکړه.
هغې وويل، اساسي توکي لکه د رايې ورکوونکو د نوملړ د لارښود کتابچې، د رايې ورکوونکو د ثبت کتابچې او ټول هغه اړين لوازم چې د ټاکنو ترسره کولو کې ورته اړتيا ده، په چين او عربستان هېوادونو کې چاپ يا هم پېرل شوي او کميسيون ته رسېدلي دي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.