پنجشنبه, ۰۹ وری ۱۴۰۳

د ملا رسول ډلې طالبانو د سولې په اړه د اندونیزیا له کنفرانسه ملاتړ اعلان کړ

28 کب 1396

کابل (٢٧ کب ٩٦): د طالبانو د ملا رسول ډلې عالي شورا د افغانستان د سولې په اړه په اندونيزيا کې د علماوو له جوړېدونکي کنفرانس څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.
د ملا رسول ډلې طالبانو د عالي شورا له خوا د کب په ٢٧مه رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دوى د سولې د ټينګښت په موخه د اسلامي امت د مخورو او په ځانګړې توګه د علماء کرامو هرې هغې غونډې ته چې په هر ځاى کې وي، هرکلى کوي.
ټاکل شوې ده چې د روان زېږديز کال د مارچ مياشتې په وروستيو کې په اندونيزيا کې د افغان سولې په اړه د افغانستان، پاکستان او اندونيزيا د علماوو کنفرانس جوړ شي.
خو د ملا هبت الله په مشرۍ د طالبانو بلې ډلې له دغه کنفرانس سره خپل مخالفت څرګند کړى دى.
د ملا رسول ډلې ويلي چې د افغانستان ملت له ډېرې مودې راهيسې په ډېرو سختو کړاوونو کې خپل ژوند تېروي، خو د سولې تامين د بهرنيو ځواکونو په وتلو پورې تړلى دى.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د سولې تامين یوازې د علماء کرامو او مخلصو متدینو وګړو کار دى او دا ډول غونډو ته تل دوى ښه نيت لري او هرکلى يې کوي.
د طالبانو عالي شورا د اندونيزيا له ولسمشر او له حکومته مننه کړې ده چې له افغانانو سره يې تل همکاري کړې او د داسې غونډو کوربه توب او مسووليت يې پر غاړه اخيستى دى.
ده زياته کړې: ((خداى دې وکړي چي د افغانستان نه ختمېدونکې کشاله په سوله ييزه توګه حل او د بهرنيانو د اشغال ختمولو لپاره د پاى ټکى کېږدي.))
د ملا رسول ډلې پر هغو ډلو هم نيوکه کړې چې له علماوو يې غوښتي څو په دې غونډه کې ګډون ونه کړي او دا کار يې له منطقه لرې او ناسم اقدام ګڼلى دى.
بلخوا پخوانى طالب چارواکى او د عالي شورا غړى مولوي عبدالرحمن نيازي هم ويلي، هر هغه غونډه او ناسته او مفاهمه چې د افغانستان ستونزې په هواري کې همکاري کوي او د بهرنيانو وتلو ته زمينه برابروي، دوى ورته په نېک نظر ګوري.
هغه  ويلي، دا څو لسيزې کېږي چې افغانستان په اور کې سوځېږي او د دوامداره جګړو له امله افغانان ځپل شوي دي، د دې جګړې يواځيني قرباني عام افغانان دي او که چېرې جګړې پاى ته ورسېـږي، ګټه يې نېغ په نېغه عامو افغانانو ته رسېږي.
مولوي نيازي د جګړې پر ټولو خواوو غږ کړى چې په اخلاص سره د تفاهم او افغان شموله ناستې ته زمينه برابره کړي، هېواد او ولس نور له جکړو خلاص کړي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.